تر شیطان ډیر شیطانان

اسدالله رزين

اختره مه راځه تیار نه یو
د مرګ چاپې تا ته وزګار نه یو
موږ د کفن او د لحد غمو کې
د ژوند له حقه برخور دار نه یو

سترګې په لاره وحشتو ته ناست یو
ټول لاس ترزنې جنازو ته ناست یو
وینې تری څاڅې هدیرو ته یی وړو
د کونډو بورو اوسیلو ته ناست یو

په سر مو لوړه د وحشت غورا ده
ای خوا ګډ کور کې د یتیم ژړا ده
د ډرون آواز ده په تلواره راځې
را نیژدئ کیږي د ټاڼکږ دربا ده

پلي عسکر راغلو ړندې ډزې کړي
بی ؤش او واخه بی سرپي ډزې کړي
ګرم نا ګرم نه ګوري کاوړ ورغلی
بې ترحمه بی اندیښنو ډزې کړي

دا چې موږ څه کړي او ګرم ولي یو
اختر مو هیر ککړ په غم ولي یو
د ویر کمبله مو پرته پرته وي
تر خاورو خوار خوراک د بم ولي یو

زموږ هریو کلی هدیره ښکاریږي
هر لور چې ګوری جنازه ښکاریږي
اختر مو هیر ده هیڅ یی نه پیژنو
ټول ژوند د وینو فواره ښکاریږي

ژوند د ژوندو حق د ژوندو لپاره
د رب نعمت ده د کیدو لپاره
په کوم دلیل یی له ژوندو نه اخلی
د چا د شوق د پوره کیدو لپاره

شیطان به هم اوس له قتلو ستړی وي
نور به یتیم ته له کتو ستړی وي
(رزینه) دوی تر شیطان ډیر شیطانان
شیطان به دوی ته له ور تلو ستړی وي