د مسکو په غونډه کې د طالبانو ګډون او بېلابيل غبرګونونه

حديد الله نظيم ذاکري

د روان ميلادي کال د مئ د مياشتې په اته ويشتمه نېټه د روسيې په پلازمينې مسکو کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د سل کلنو ديپلوماتيکو اړيکو په اړه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې ورسره هم مهاله د افغانستان د قضيې په اړه د بين الافغاني ناستې دوهمه غونډه هم جوړه شوه چې په کې د طالبانو د سياسي دفتر غړو او له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ګڼ شمير سياسي څېرو برخه درلوده.

افغانستان چې په اوس وخت کې د جګړو، ناامنيو او د نورو هيوادونو د لاسوهنو له امله له څومره ګواښونو سره مخ دی، تر دې وړاندې يې د افغانستان په تاريخ کې بيلګې نه موندل کيږي او نن سبا تر بل هر وخت افغانستان او افغانان امن، سولې او سوکالۍ ته اړتيا لري چې په دې اړه بايد د افغانستان هر بانفوذه ګوندونه، سياسي شخصيتونه او مطرح لوري هلې ځلې وکړي او که د افغانستان په سولې او امن کې هر هيواد مثبت رول لوبوي بايد چې هر کلی او ملاتړ يې وشي.

د افغانستان د سرنوشت او راتلونکې په اړه که د نړۍ په هر هيواد او هر چا له لوري غونډې جوړيږي، مونږ يې بايد له دقيق څار او احتياط سره سره بيا هم هر کلی وکړو او د هغه څه په اړه فکر وکړو چې زمونږ د ځورېدلي او کړيدلي هيواد د څلويښتو کلونو دردونو ته دوا کيږي، خو متاسفانه چې په افغانستان کې د سياست ډګر د نورو هيوادونو له سياستونو سره ډېر متفاوت دی او سياسي مخالفين د خپل سياسي مخالف لوري په اړه دومره ماشومانه او سطحي فکر کوي چې هيڅ په تبصرې کولو هم نه ارزي خو بيا هم غواړم د مسکو په غونډه کې له بهرنيو ژورناليستانو سره د طالب استازو ناستې او هغوی سره د رسنيزو مجلسونو په اړه خپله نظر شريک کړم.

لومړی: په موجوده وخت کې هيڅ موضوع د ټولنيزو رسنيو له بحثونو څخه خوندې نه ده او دا ناممکنه هم ده چې روان سياسي مهم موضوعات دې د خلکو له بحثونو څخه پاتې شي،همدا راز هره موضوع مثبت او منفي اړخونه لري چې همدا نقطي يې د مخالفو او موافقو د تبصرو سوژې ګرځي.

په مسکو کې له بهرنيو ښځينه ژورناليستانو سره د طالبانو خبرو او مرکو هم ډېرې مثبتې او منفي تبصرې درلودې، د ډیرو لپاره یې له ځان سره اندیښنې درلودی او د ډیرو نورو لپاره بيا افتخار وو، خو له خلکو سره اساسي پوښتنه دا ده چې که چېرته طالبان بيرته افغانستان ته راشي نو له خپلو خلکو سره به يې چلند همغه پخوانی وي او که تغير به په کې راغلی وي، بله خبره چې د خلکو سره په ذهنونو کې ګرځي هغه د دوی د ژوند او لباس ده، د خلکو فکر داسې جوړ دی چې طالب د غره سړی دی، چال چلند او لباس یې باید د هماغه اطرافي او پخواني د حجرې د طالب لباس وي، چې دا بیا د طالب ګناه نه ده او دا د خلکو په ذهنونو د مخالف لوري د تبلیغاتو تاثیر دی.

دوهم دا چې خلک فکر کوي طالبان هیڅ چاره نه لري او خامخا به له دغسې حالاتو سره مخ کیږي او ممکن په دې خبریالانو کې اکثریت یې هغه کسان وي چې د طالبانو هماغه پخوانی چلند یې تر ازمېښت لاندې راووست، داسې کسان ما پخپله قطر ته په راغلو مېلمنو کې ولیدل چې په لوی لاس یې د طالبانو غبرګون تر ازميښت لاندې راووست، تر څو معلومه کړي چې دوی څومره تغیر کړی او ممکن دا د هغه کوربه هیواد چې دوی ورته دعوت شوي دي د یو نا څرګند شوي پلان مهمه برخه وي.

طالبان باید دا ډول پلانونو ته متوجه وي:

زما په نظر اوس وخت او طالبانو د واکمنۍ وخت ډیر توپير سره لري، هغه وخت افغانستان کې مونږ او تاسې د تلويزيون، ګرځنده تيلفون او انځور ونو څخه تښتیدو، نه مو غوښتل چې څوک مو انځورونه واخلي او په رسنیو راڅرګند شو خو اوسنی حالت له پخواني نه ډېر بدل او متفاوت دی او ځینو خو لا کوشش کاوه چې انځور مو واخیستل شي او په تلويزيون را څرګند شي چې دا چاره د تیرو غونډو د انځورونو او ويډیويي مرکو او نورو رسنيزو فعاليتونو څخه په ښه توګه څرګنديږي، چې ډېرو د کمرې مخې ته ځان مخته مخته کاوه.

یوه خبره روښانه ده چې داسې هیڅ امکان نشته چې په یو خارجي هیواد کې دې د طالبانو انځورونه او مجلسونه پټ پاتې شي او یا دې د طالبانو پر خوښه هر څه و شي، بله مهمه خبره داده چې په نړۍ کی د ټولنيزو رسنیو له عامېدلو سره ژورناليزم په اروپا،روسیه، چين او ځينې نورو هيوادونو کې د حکومتونو له کنټرول د وتلو حالت غوره کړی دی.

که چېرې طالبان یو چاته ووایي چې مونږ ژورنالیستانو سره نه وينو او یا ژورنالیستان دې زمونږ مجلسونو ته نه راځي دا به مشکل کار وي او هغوی به خامخا ورته وایي چې دا مونږ نشو کولی چې دوی منع کړو ممکن په دې خبره کې به ددې هیوادونو حکومتي چارواکي ریښتیني وي ځکه پخپله حکومتي چارواکي هم ورڅخه ويریږي چې ملت یې ځینې کړنې رسوا نکړي….

فکر کوم ښه خبره داده چې طالبان دغه ډول پلانونو او غبرګونونو ته اماده او منظم وي، خپل ځانونه کنترول، منظم او مثبت خواته سوق کړي او ددوی دا پلانونه پخپله ګټه استعمال کړي، داسې نه چې په لوی لاس له دې لارې مقابل لوري ته د پروپاګند او تبليغاتو مواد په لاس ورکړي.

داسې برېښي چې د مسکو له غونډې سره د کامرو مخې ته د راتګ يخی نور مات شوی وي، چين او ځينې نورو هيوادونو ته د طالبانو د احتمالي سفرونو سره به بیا دا د مسکو موضوع ډیره عادي وي او خلک به دومره اهمیت نه ورکوي، ممکن په ټولنيزو رسنیو کې مخالف لوری په دې اړه بيخي تبصره ونه کړي او نه به ترې تبليغاتي استفاده وکړای شي.

بله خبره داده چې د خلکو نظرونه او تبليغات په منفي او مثبتو اړخونو وېشل شوي دي، هغه چې منفي دي د مسکو د غونډې انځورونه يې فوټو شاپ کړل، رنګا رنګ تبليغات او درواغ خبرې يې پسې وتړلې خو په رسنيو کې ورته د خلکو دومره پام ورونه ګرځېده څومره چې فکر کیده ، د مثبت فکر لرونکو د وخت او زمان سیاسي حساسیت درک کړی دی او دا کار یو ضرورت او مجبوریت بولي، پوهیږي چې که چېرې طالبان وتوانیږي هیڅ کله به دا کارونه ونکړي، له کامرو او ژورناليستانو څخه به ځانونه لرې وساتي؛ خو مجبور دي پردی وطن او پردی قانون وی، نه شي کولای چې په اړه يې غبرګون وښایي.

په پورته ياد شويو هیوادونو او نړۍ کې يواځې طالبان نه مګر هر انسان دا حق لري چې یو چاته ووایي چې تاسې سره زه مرکه نه کوم یا تاسې زما انځور نشئ اخیستلی، خو په سیاسي لحاظ او د وخت غوښتنه داسې ده چې طالبانو ته دا ډول څرګندونې په کار نه دي او که احياناً چيرته يې داسې وکړل نو بيا به کورنيو او بهرنيو مخالفينو ته يوه پلمه په لاس ورشي او بيا به له دې حالت څخه د منفي تبليغاتو په توګه استفاده وکړي، البته د دوی په هیوادونو کې د نورو خلکو له لوري د هغوی د لباس، بې حجابۍ او کړوړو سره حساسيت او کرکه خپل يو ډول سپکاوی او شخصي مداخله ګڼل کیږی او ممکن له دا ډول غبرګونونو څخه مخالف لوری ډیره منفي استفاده وکړي چې هغوی همداسې عکس العمل ته منتظر وي،کنه نو د طالبانو دريځ او اصول خو هر چاته معلوم دي او ښکاره بيلګه يې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د يو بل خبريال په همکارۍ د يوې بريتانوۍ خبريالې (ايوان ريډلي) ناقونه اوښتل وو چې بيا د طالبانو له لوري په داسې حال کې ونيول شوه چې افغاني لباس او افغانۍ چادري يې اغوستې وه، کله چې طالبانو هغه زنداني کړه او همغه و چې له طالبانو سره زندان د هغې ژوند بدل کړل او بيا د اسلام په مبارک دين مشرفه شوه، همدا راز غالباً په ۲۰۰۸ کال کې چې طالبانو د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په اوزبين سيمه کې ګڼ شمير فرانسويان ووژل، له هغې وروسته يوې فرانسوۍ خبريالې سيمې ته سفر وکړ او هغه خبرياله د طالبانو په مزاج او اصولو خبره وه نو ځکه د طالبانو په اجازه د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته په افغاني لباس او ټيکري کې لاړه او هلته يې د طالبانو له قومندانانو سره مرکې وکړې.

په هر صورت طالبان بايد په ټولو سياسي او نظامي چارو کې له پوره تدبير، دقت او بشپړ احتياط نه کار واخلي او د مقابل لوري د سياست هرې يوې وړې او زړې ته دقيق واوسي او چاته اجازه ورنکړي چې د دوی، له افغاني کلتو او عنعناتو،اسلامي او ملي فکر او احساساتو څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي او دا يوه عادي موضوع وګڼي.

حديدالله نظيم ذاکري

انګلستان- لندن

2019/06/04

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

اختر مو مبارک،
د روس یرغل په وخت کی افغان مجاهدینو هیت د مولانا خالص په مشری امریکا واشنګتن ته ولاړل.غونډه یی هم وکړه،امریکا سټینګر میزاییل تحفه ورکړل چه هوا کی طیاری ټولی تباه کړی،
اوس طالیبان روسیه ته لاړل غونډه یی وکړه،روسیه په تحفه کی چسپکی بمونه ورکړل چه په زمکه هر څه تباه کوی،
نو خلاصه زموږ مشران چه کوم هیواد ته لاړ شی د هغه هیواد څخه په خپل ملک او ولس پسی وسلی مهمات رواړی،
نور بس دی.هیڅ هیواد ته مه ځی.راځی چه د هلمند سیند په غاړه سره مرکه شو
هسی بی ځایه مه ګرځی