اکرام الدين مفتون

حالات خراب دي؛ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

باروتو هرڅه ترخه کړي دي خواږۀ خفه دي
د وطن خلک، کاڼي ونې او واښه خفه دي

اوس د پخوا پشان سپوږمۍ پکې نڅا نه کوي
اوس مستي نه لري چینې زمونږ د غره خفه دي

ځوانان په جنګ اخته دي پېغلې دعاګانې کـوي
حجرې خاموشې، ګودرونه لـکـه مړه، خفه دي

د سینګارونو کیسې ټولې په سنګر اووښـتـې
زړونه غمجن، سترګې نمجنې دي رانجه خفه دي

د زولـنـیـو بــازار ګـــرم دی بـنـګـړي مـاتـیـږي
حــالات خـراب دي غـیـرتـونـه پـښتانه خفه دي

دژوندون هره ورځ اختر ده چې واړه خوشال وي
زه دې اخـتـر تــه اخـتـر نـه وایم واړه خفه دي

یو وخت مې تا پسې مفتونه یو زړګی خفه وو
اوس مې ماغزه باڼه او سترګې او لېمه خفه دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د