استرالیا: پولیس د جنګي جرمونو په اړه د راپور جوړولو له امله د یوه ځايي تلویزون دفتر څېړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د استرالیا هیواد په سیډني ښار کې  ددې هیواد پولیسو د «اې بي سي» په نامه د یوه ځايي تلویزون په دفتر حمله کړې او په یاد دفتر کې موجود اسناد یې کتلي.

د بي بي سي د راپور په اساس؛ د سیډني پولیسو نن په دوهم ځل د اې بي سي تلویزون په رئیس او دوو خبریالانو پسې د پلټنې په موخه د یاد تلویزون دفتر کتلی او د یوه ژورنالست هستوګنځای یې هم پلټلی.

په اي بي سي تلویزون باندې وروسته له هغه برید کېږي چې یاد تلویزون په ۲۰۱۷ م کال کې په  افغانستان کې د استرالیايي عسکرو له لوري د احتمالي  شوو  جنګي جرمونو اړوند اسناد خپاره کړل.

د اي بي سي تلویزون له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې « یاد راپور یې د موجودو سلګونو لاسوندونو په بنسټ ترتیب کړی او ځمکنيو حقایقو ته یې انعکاس ورکړی».

بل لور ته پولیس بیا وايي، تحقیقات یې د « ملي امنیت» د خوندیتوب په موخه دي او د فوځ د مشر او دفاع وزیر په امر ترسره کېږي.

ددوی په خبره؛ څېړنې یې یوازې د دوو هغو راپورونو له امله پیل کړې چې؛ محرم اسناد پکې خپاره شوي.

استرالیا مېشتو مدني فعالانو او د ژورنالستانو اتحادیې په تلویزون د پولیسو حمله غندلې او دا ګام یې د بیان په ازادۍ برید ګڼلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د لویدیز استعمار چه د امریکا به مشری اروپا،کانادا او استرالیا پکی پوره ونډه لری یعنی دغه هیوادونه ټول د یو نظم نوین جهانی له خوا اداره کیږی یعنی په یوه خوله او یوه قومانده کار کوی ، نړیوالو ته یی دموکراسی نړیوال دین او نظام جوړ کړی، د دموکراسی لویه ویاړنه ټاکنی، د بیان ازادی او د بشری او ښځو د حقوقو دفاع او څارنه یادوی مګر تر ټولو لمړی دوی ټاکنو کی درغلی ، د بیان ازادی یی غصب کړی او د بشر حقوق یعنی د لویدیز والو حقوق ، نور مظلوم بشریت ورته تر حیواناتو هم ښکته… نور لوستل »