
ناټو: د خلیلزاد په مشرۍ د سولې له روانې پروسې په بشپړ ډول ملاتړ کوو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ناټو وايي، د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په مشرۍ د سولې له روانو خبرو په بشپړ ډول ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي «ینس سټولتنبرګ» په جرمني کې له خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته وکړې، نوموړي په همدې تړاو په خپل ټويټر ولیکل « د ناټو د ۴۱ متحدینو له لوري د خلیلزاد او د افغان سولې په برخه کې د نوموړي له هڅو بشپړ ملاتړ اعلان شو».
Strong support from 41 #NATO Allies & partners in @ResoluteSupport today to Ambassador Zalmay Khalilzad @US4AfghanPeace & his efforts to make progress on peace in Afghanistan. pic.twitter.com/SU6c2FTcwp
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) June 5, 2019
په ورته وخت کې، د ناټو تر څنګ د اروپايي اتحادیې ملګرو هیوادونو او د افغانستان لپاره د اروپايي هیوادونو ځانګړو استازو هم نن په برلین کې د یوې ناستې په ترڅ کې له خلیلزاد څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د سولې په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.
ناټو، اروپايي اتحادیه او امریکايي متحدین داسې مهال د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي چې؛ ګډ حکومت په یاده پروسه کې په بشپړ ډول منزوی شوی او تر ډیره یې په اړه ګمان دادی چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د سولې د روانو خبرو له منځه هیڅ اګاهي نه لري.
د شنونکو په باور؛ امریکا او متحدین یې اوس دې پایلې ته رسېدلي چې نور باید خپل ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي، دوی ته نوره دا مهمه نه ده چې د ځواکونو تر را ایستلو وروسته به په کابل کې د امریکا د ملاتړي «ګډ حکومت» برخلیک به څه ډول وي.
اختره
حکیم الله حکیمي
داعتکاف دشهیدانو په یادګار اختره
شمعې موبلې دي دوروڼوپه مزار اختره
موږپه شهیدومدرسواوجوماتونو ګرځو
مړي راباسوله کنډوالو دبمباراختره
دوه سره وروڼه یوه خورکۍ ده دوه یې موراوپلاردي
داچې پینځه جنازې اېښې دي قطاراختره
دتن په وینومولاسونه دي سینګاراختره
موږدې لمانځودزولنو په شرنګهاراختره
خدای ج خودې بیاپه ګران وطن داسې وخت راوله چي
نه الوتکې وي نه غـــم وي نه کشتاراختره
سلامونه دنن ټکي اسیاخوږو ملګروته که زما داشعرمودنشروړوباله درسره نشریې کړۍ مننه
حکیمی صاحب مننه زمونز دزره حال د بیان کری
ناتو د کابل تر غلامی اداری زیات غلامان دی، د امریکا په قومانده زمونږ هیوادوال وژنی، جنګ هم د امریکا او سوله هم د امریکا په خوښه او ګټو پیل شوی ، دا چه ناټو څه وایی او څه کوی د امریکا په قومانده یی ترسره کوی ، وایی که تا نه یادوم بل می خدای نشته، غلامی غنی ته یی دستور ورکړی چه [ مونږ منزوی شوی ] او د ناتو غلامانو ته ویل شوی چه تاسی زمونږ د روغی جوړی ملاتړ اعلان کړی
د خلیلزاد او آی اس آی له خوا د افغانستان تباهی او دائیمی اشغال هدف لپاره د روزل شوو قاتلو طالبانو ( لکه د قاتلو تنظيمو په شان ) ددرواغو مجاهد ویاند ته، دا چی د تاسو دا ویب سایت د ما کومنت نه نشر کوی لدی کبله د طالبانو خائينه تاریخچه د لنډ وخت لپاره په ځنډ کیږی !
دلته باید داسی خبری ولیکی چی د طالبانو پر ضد سل په سلو کی نوی. خو کچیری لږ انتقادی جنبه ولری بیا نشر کیږی. دلته ډیری تبصره کوونکی د طالبانو پلویان دی، ډیر متعصبه خلګ، له فرهنګ او افغانی کلچره لری خلګ. داسی کسان دلته کم دی چی د حکومت ناروا کورونه هم وغندی او د طالبانو ناروا وژنه هم. زما پر دی خبره هم منفی لایکونه راکړل شول چی ومی ویل: د مکی د مکرمی د امامانو خبرو ته اهمیت نه ورکوو خو د یوه هیبت الله خبری منو. فتوای به د چا قوی او ريښتیا وی د سلو… نور لوستل »
غر وال صاحب ته نه یې پوی شوی دادمجاهدصاحب ویب سایټ نده دهغوۍ ویب خودالاماره په نوم ده چي الحمدلله ستاغوندې دناولو خلکو نظرته دنشراجازه نه ورکوي
داویب سایټ زمادمعلوماتوپه اساس نن ټکی اسیاویب سایټ ده یوآزاد ویب سایټ کنه دطالبانوپه سایټ کې به ستاداسې بې تربیې اوبې ادبه خبرې هیڅ کله هم نه وای نشرشوې ستاسوملحدینوټول انسانیت همداده
حکیمی ته: یوه مسلمان ته نه ښایی چی د ملحد کلمه خلکو ته استعمال کړی آیا د ملحد په معنی پوهیږی؟ نور هم ژبه لری او کولای شی چی ځواب درکړی. والسلام
اجمل جانه ملحدخومې ځکه ورته وویل چي یوازې داسلامي جهادي تنظیمونوته یې قاتلین ویلي وو داپه داسې حال کې ده چي ټرټولوډېرافغانان دشوروي ملحدولښکرواودهغوۍ دهغوغلامانو لخواوژل شوي چي دشوروي رهبرانومجسمې ته به یې سجدې لګولې داچي جهادي تنظیمونه یې ښکنځلي او دلیلن دزامنودمظالمویادونه یې نه وه کړې پوی شوم چي سړی پخوانی کمونیست ده نوته ووایه دکمونیزم ریښه آخرچیرته رسېږي
خو داسی صفای یی ووایه. زما په دا شف شف شفتالو سر نه خلاسیږی. اوس سی خبره داسی ده نو زما له طرفه هم ملحد دی. کور د آباد.
که څه هم دا کومنت به هم نشر نشی بیا هم حکیمی ته دا څو نقطی لیکم ، لکه د قاتلو او غلامو د اجنبیو له خوا تعین شوو قاتلو تنظیمونو رهبرانو او طالبانو داعشانو په شان د قاتلو غلامانو کمونستانو د افغانستان پاک او واقعی مسلمان ملت د عام قتل ته زمینه برابره کړه او د افغانستان پاکه خاوره کښی د واقعی مسلمان ملت ددوی اوددوی بادارانو له خوا د تباهی سبب ګرزیدلۍ دی او رنګا رنګ نوو تولیدی مضرو سلاح ګانو ازمایښت لپاره او همدارنګه د ددی دواړو خونخوارو قدرتونو دداخلیدو ته لاره برابره کړی او یو مضر… نور لوستل »
چې ته به د څه شي ډاکټر وې؟
د غوربندی په ځواب کی: یو کس کیدای شی د انسانان ډاکتر او یا هم د حیوانات ډاکتر وی. شاید غروال به د حیواناتو ډاکتر وی ځکه چی #### لری ټولو ټه د قاتلونو خطاب کوی.
سیګار ته پته ده چه تر هغی ناتو او امریکا په افغانستان کی شتون ولری او لا یی لاس او پښی شتون ولری یعنی غلامان یی هماغه ورته ترسره کوی چه دوی ورته قومانده ورکوی
د دی سپیڅلی پاڼی چلوونکو ته وړاندیز : دا ښه کار دی چه تبصری او حتی لیکنی هم باید د نظر لاندی وساتل شی ، که یو څوک قصدا شی لیکنی ښی تصری بی خونده او کمرنګه کوی په اړه یی نه یواځی کنځل بلکه نور ګډی وډی جمله او لغاتونه کاروی چه هغه تر کنځلو بدتره دی که زه د دی پاڼی چلوونکی یم ، یوه معیاری لایخه ه د تبصری په هوم پاڼه کی ثبت کړم ، ټولو لیکونکو او تبصره کونکو څخه به هیله وشی چه هغه لایحه د نه مراعاتولو په صورت کی به مو لمړی… نور لوستل »
ډاکټره ! ته پخپله په پوهيږی چی څه ليکی ؟
داچی تاته کمونسټان ، غاصب امپرياليستان او د الله(ج) د لاری مجاهدين ټوله بد درته ښکاری ، يو څوک خو ښه توصيف کړه چی ستا په دا پوچو مغزو کی هم د ښو ګنجايش شته چی يو څوک ښه درته وايسی که نه ، انتقادونه او نيوکی د يو آن لپاره يوی خواته پريږده ، ځان معلوم کړه چی ته غواړی څه .
جمیله قاتلو کمونستانو د استعمار دروازی افغانستان ته خلاصی کړی او د ډالرو مجاهدینو او طالبانو د کمونستانو لار تعقیب او بل پلیت قدرت داخلیدو ته ئي زمینه برابره کړه !!! ملت اصلی ملی قهرمان او مجاهدین دی چی د اسلام او د خاوری ازادی لپاره ئي قربانی ورکړی او اوس هم په لګیا دی دملت دا تاریخی افتخارات به هیڅوک تر پښو لاندی نکړۍ شی بلی ماته دا پلیت او ظالم قدرتونه او ددوی غلامان او چړیان نه یوازی بد ښکاری بلکه دوی باید محاکمی دملت له خوا راکش کړۍ شی اودا ورځ به هم یو وخت راشی!!!!