افغانستان

پمپیو: کابل د سولې په خبرو کې نه دی ګوښې ته شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» هغه ادعاوې رد کړې چې څرګندوله یې؛ د اشرف غني په مشری د کابل حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په روانو خبرو کې منزوی شوی.

مایک پمپیو له امریکايي ورځپاڼې «واشنګټن ټایمز» سره په خپله تازه مرکه کې ویلی « د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې د کابل حکومت نه دی ګوښې ته شوی او زموږ سفیر هره شېبه له اشرف غني سره په همدې تړاو خبرې کوي».

پمپیو زیاته کړه « جان بس له غني سره په خبرو سربېره د امریکايي مذاکراتي ټیم له مشر خلیلزاد سره هم په ګډه کار کوي څو د سولې خبرې په ښه ډول مخته ولاړې شي او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ته چې څه باندې ۱۴۰۰۰ فوځیان یې لا هم پکې اخته دي، د پای ټکی کېږدي».

د پمپیو په وینا؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مثبت پرمختګ شوی خو لا هم ځیني شیان شته چې ددې خبرو وخت یې غځولی.

پمپیو داسې مهال د سولې د خبرو له جزئیاتو څخه د ګډ حکومت د اګاه ساتلو ادعا کوي چې تر دې وړاندې د ګډ حکومت د مشر په شمول ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي د خلیلزاد په مشرۍ د سولې له روانې پروسې ناخوښ وو او ادعا یې درلوده چې دوی ته په دې برخه کې هیڅ جزئیات نه ورکول کېږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په برخه کې د ګډ حکومت د منزوي کېدلو خبره د ملي امنیت د شورا سلاکار «حمدالله محب»له لوري  څرګنده شوه چې له امله یې نوموړی د امریکايي چارواکو له لوري تهدید شو او هر ډول اړیکې ورسره شلول شوې.

په محب سربېره په واشنګټن کې د امریکا سفیرې «رویا رحماني» هم د سولې د خبرو له جزئیاتو د خپل حکومت بې خبري یاده کړه خو یوه ورځ وروسته یې خپلې خبرې بیرته واخستې او څرګنده یې کړه چې؛ کابل او  واشنګټن له یو بل سره نږدې اړیکې لري.

د شنونکو په باور؛ ګډ حکومت لا هم د سولې په خبرو کې ګوښې ته شوی او په دې برخه کې کافي اندازه معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پمپيو وايی چی افغان دولت ندی منزوی باس د غنی او خليلزاد سره په تماس کی دی چی دا بيا د بلی انزوا زيری دی ، ښه که دا ومنو چی دولت ندی منزوی نو د دی دولت رول څه دی ، دا بيچاره ګانو خو ډيری منډی ووهلی ، ډيری چپلوسی يی وکړی ، ډيری واسطی يی پيدا کړی خو هر واری مړی سترګی او ځوړند غوږونو راراون وی او خپلی واسطی يی هم شرمولی وی . دا خلګ الله تعالی ډير ذليله کړی او زما په اند د مځکی پر سر به داسی ذليله نه وی . د… نور لوستل »

مجاهد

غلامان او بادارانو که یو شان حیثیت، صلاحیت ، وړتیا او پیاوړتیا لرله بادار ته به بادار او غلام ته به غلام نه ویل کیدلو. مونږ چه له دی بهیر بهر هم یو کماحقه پوهیږو چه د خلیلزادد او طالبانو ترمنځ څه خبری د توافق او څه اختلاف تر اوسه لا پاتی دی او غلام غنی هم بوهیږی هغه له ۱: له هیواده د اشغالګرو د اشغال ختمیدل. ۲: له هیواده د نورو هیوادو د تهدید مخنیوی د پاره له طالبانو تضمین. ۳: د کابل د غلامانو او بادارانو سره د طالبانو موقتی یا دایمی اوربند. ۴: د کابل اداری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x