سیګار: د سولې تر توافق وروسته به هم افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د بیا  رغونې په اړه د امریکايي مرستو د څارنې عمومي اداره «سیګار» وايي،  له طالبانو سره د سولې توافق د افغانستان ټولو ستونزو ته د پای ټکی نشي اېښودلای.

د سیګار له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا مهال په افغانستان کې د داعش په ګډون ۳۰ ترورستي ډلې په فعالیت بوختې دي چې له طالبانو سره د سولې تر توافق وروسته هم د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په ترورستي ډلو سربېره اداري فساد او د نشه یي توکو قاچاق هغه څه دي چې د سولې تر یوه احتمالي توافق وروسته به هم په خپل ځای پاتې وي.

د خبرپاڼې له مخې، له دې سره، سره که چېرې طالبان ترسولې وروسته بیا ځلې خپلو پخوانیو فعالیتونو ته وروګرځوي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي چې په پایله کې به یې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

یاده دې وي چې، سیګار لومړۍ سرچینه نه ده چې له طالبانو سره د سولې تر احتمالي توافق وروسته د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بولي، تر دې ادارې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي « زلمي خلیلزاد» هم ویلي وو چې له طالبانو سره سوله به د جګړې د پای په معنی نه وي او داعش به تر هغه وروسته هم د افغانستان امنیت وګواښي.

د شنونکو په باور؛ تر سولې تر یوه احتمالي توافق وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنې راپارول او د داعش ډلې پيکه فعالیتونو ته هوا ورکول هغه څه دي چې بهرنیان یې په طالبانو باندې په مذاکراتي میز کې د فشار د یوه فکټور په حیث کاروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ستاسو منحوسو امريکانو د تيښتی سره سم به ستاسی ۳۰ جوړی شوی خيالی ډلی هم ورکی شی . ان شاءالله

عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

دا تشی خیالی کیسی د اشعال د دوام لپاره جوړیږی، هر ځای کی چی کفارو مفسدینو یرغل او اشعال کړیدی سوله او امن یی له مینځه وړی نا امنی غربت وحشت او دهشت یی راوړی. دوی د ټولو بدبحتیو بنسټګر دی او د دوی په محوه سره به ټولی بدبحتی محوه شی تلپاتی امن او سوله به راشی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

به افغانستان کی یواځی د امارت اسلامی مجاهدین د کابل د غلامانو او بادارانو په ضد سپیڅلی جهاد کوی . بله ښکاره ډله چه د کابل د غلامانو او بادارانو له خوا استخدام ، روزل شوی ، تمویل او تجهیزیږی هغه د داعش په نوم مګر حزبیان او جنبشیان پکی استخدام شوی او د مجاهدینو په ضد جنګیږی . یعنی د اربکیانو په شان شل وی او که دیرش د اشغالګرو جوړی شوی ملیشی دی ځینی یی شهرت او موثریت نه لری خلک یی نه پیژنی مګر د کابل غلامانو او بادارانو سره د کاغذ په مخ شتون لری عملا… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

بیانزی ته.
د ثاقب صاحب لیکنه ولوله.مستند.ثاقب صاحب لیکلی دی چه داعش د القاعده د خیټی څخه راووت.
پس القاعده،داعش،
طالیبانو القاعده لپاره افغانستان امریکا خوله کی ورکړ،طالیبان د القاعده مدافعین وه.
د افغانستان ولس ته.خلق ،پرچم یو شی دی.طالیب او داعش هم یو شی دی.امریکا او پاکستان هم یو شی دی،
ولی چه دا ټول سره لاسونه تر څنګلو د افغان ولس په وینو لری،