ملا برادر اخند، د روسیې بهرنیو چارو وزیر او پخوانی ولسمشر حامد کرزی..

روسیه: له مسکو څخه د طالبانو لیدنې د روسیې نړیوال حیثیت نه زیانمنوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، له مسکو څخه د طالب استازو لیدنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره تر سلا مشورو ورسته ترسره شوې نو ځکه به دا لیدنې د روسیې نړیوال حیثیت ته زیان ونه رسوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا» تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل « له مسکو څخه د طالب استازو لیدنې او ملاقاتونه سره له دې چې د روسیې نړیوال حیثیت ته زیان نه رسوي تر څنګ یې نړیوالو ته د افغانستان د مصالحې او سولې په برخه کې زموږ د رول ارزښت ور یادوي».

نوموړې زیاته کړه « روسیې په بیا، بیا ویلي چې افغان کشاله د جنګ له لارې نه هوارېږي نو ځکه باید د مصالحي په یوه سیاسي چوکاټ باندې کار وشي او له لارې یې ددې کشالې د حل هڅه وکړي».

د ماریا په خبره؛ د روسیې سره د افغانستان د سل کلنو اړیکو د لمانځغونډې په څنګ کې د افغان سیاسیونو او طالبانو لیدنې باید کابل، غربي متحدین او پاکستانی لوری څوک چې له طالبانو سره خپله هم اړیکي پالي، باید په اندېښنه کې ونه غورځوي.

ماریا څرګنده کړه چې، هیواد یې د خپلو اتباعو او ډيپلوماټيک پرسونل د خوندیتوب او د افغانستان د اوږدې کشالې د حل په موخه له طالبانو سره اړیکې پالي او ګټورې یې ځکه بولي چې د افغانستان د بحران پای ته رسېدل به په دې هیواد کې د نشه یي توکو قاچاق، مذهبي تشدد او نورې ستونزې پای ته ورسوي او د یوه سوله ئیز او په خپل ځان بسیا هیواد په حیثیت به یې راڅرګند کړي.

یاده دې وي چې؛ تر امریکا را وروسته د نړۍ په سترو سیاسي تحولاتو کې دخیل هیواد «روسیه» په دې وروستیو کې له طالبانو سره تودې اړیکي پالي او څه موده وړاندې یې د یادې ډلې استازي په رسمي بلنه د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو لمانځغونډې ته بللي وو.

د کارپوهانو له قوله؛ له طالبانو سره د روسیې اړیکې د طالبانو د فعالې او بریالۍ ډيپلوماسۍ پایلې دي چې طالبانو ته نړیوال حیثیت او مشرعیت وربښلای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د