افغانستان

اروپايي اتحادیه: د افغان سولې د پروسې لپاره مختلف لیدلوري «همغږي» کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل(: افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی «رونالډ کوبیا» وايي، اروپايي اتحادیه حاضره ده له ټولو هغو هیوادونو سره ګډه همکاري وکړي چې د افغان سولې په پروسه کې دلچسپي لري.

کوبیا چې د بي بي سي له فارسي څانګې سره یې خبرې کولې وویل « په برلین کې مو له خلیلزاد او په اروپايي اتحادیه کې د شاملو هیوادونو له استازو سره د افغان سولې په برخه کې ګټورې خبرې درلودې او هڅه مو وکړه د مختلفو هیوادونو بېلابیل لیدلوري سره همغږي کړو».

کوبیا زیاته کړه « د افغان سولې پروسه پېچلې ده او بیلابیل هیوادونه یې له بیلو زاویو تفسیروي نو ځکه لا تر اوسه ددې مرحلې پای ته نه یو رسیدلي ».

د کوبیا په خبره؛ که چېرې د سولې خبرې یوې څرګندې پایلې ته ورسېږي، اروپايي اتحادیه به هڅه وکړي د یو بې طرفه ضامن رول ولوبوي او د سولې تر توافق وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کله چې له کوبیا پوښتنه وشوه، په یو وخت کې له سولې او انتخاباتو د اروپايي اتحادیې د ملاتړ څرنګوالی څه دی؟ کوبیا یې په جواب کې وویل « اروپايي اتحادیه باور لري چې د افغان سولې پروسه پېچلې او په لږ وخت کې حل کېدای نه شي نو ځکه ورسره همهاله د ټاکنو ملاتړ کوي او لسګونه میلیونه ډالر یې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره افغان حکومت ته ځانګړي کړي».

کوبیا همدا راز د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر « ملا عبدالغني برادر اخند» سره خپله لیدنه مثبته وارزوله او یاده لیدنه یې د اختلافاتو د کموالي او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره ګټوره وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x