پاکستان: فوځ د اقتصادي ستونزو له امله «دفاعي بودیجه» کموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل(: د پاکستان فوځ وايي، د هیواد اقتصادي ستونزو او مشکلاتو ته په کتو او د ستونزو د هواري په موخه خپله دفاعي بودیجه کموي.

د فوځ سره د عامه اړیکو د ادارې ویاند « جنرال اصف غفور» د فوځ یاده پریکړه تائید کړې خو په وینا يي « د بودیجې کمښت به په امنیت او د فوځ په چارو هیڅ منفي اغېزه ونلري او فوځ به یاده پروسه په ښه ډول مدیریت کړي».

د پاکستان لومړي وزیر « عمران خان» په خپل ټویټر باندې د فوځ له یادې پریکړې هرکلی کړی او ادعا یې کړې چې، د فوځ له لګښتونو کمه شوې بودیجه به د قبایلي سیمو او بلوچستان په بیا رغونه ولګوي.

د پاکستان فوځ داسې مهال د خپلې دفاعي بودیجې د کموالي پریکړه کوي چې پاکستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په دې هیواد کې د توکو  بیې خپلې لوړې کچې ته رسېدلی او پولي واحد یې د ریکارډ په کچه رالوېدلی.

پاکستان له یادو ستونزو څخه د خلاصون په موخه تر اوږدو مذاکراتو وروسته د پیسو له نړیوال صندوق څخه شپږ میلیارده ډالر پور واخست چې د کلدارې ارزښت ورسره نور هم ټيټ شو.

پاکستان د نړۍ له هغو هیوادونو دی چې ستر فوځ لري او د څېړنو له مخې یوازې په فوځي ادرو پورې د اړوندو کسانو شمېر یې تر نهه سوه زره اوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د