افغانستان

ځانګړو ځواکونو د طالبانو له زندانه د داعش ډلې «۱۰» غړي ازاد کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل(: د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، په فاریاب ولایت کې یې د طالبانو په یوه زندان حمله کړې او د لسو داعشیانو په ګډون یې ۸۴ زندانیان له بنده خلاصه کړي.

افغان غږ خبري اژانس د شاهین قول اردو د رسنیز مسئول « حنیف رضايي» له خولې لیکي چې، یاد عملیات تېره شپه د فاریاب ولایت  قیصار ولسوالۍ په شاخ نومي سیمه  کې د ځانګړو کمانډو ځواکونو له خوا ترسره شول چې په پایله کې یې د داعش د لسو غړو په ګډون ۸۴ زندانیان د طالبانو له بنده خلاص شول.

د رضايي په خبره؛ په خلاص شویو کسانو کې د افغان ځواکونو او داعش ډلې غړي او ملکي وګړي شامل وو چې دا مهال د داعش له غړو پرته نور ټول د میمنې هوايي ډګر ته لېږل شوي.

رضايي ادعا وکړه چې په یادو عملیاتو کې یې د طالبانو د زندان ۳ ساتونکي هم وژلي.

یاده دې وي چې دا لومړی ځل نه دی چې حکومتي چارواکي د طالبانو له زندان څخه د داعشي زندانیانو د خلاصون په موخه عملیات کوي تر دې وړاندې هم د داعش ډلې لسګونه غړي د طالبانو له زندانه ازاد کړل شوي او حکومتي چارواکو له ځانه سره ساتلي.

داعش چې اوس دسیمې او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د امنیت لپاره ستر سرخوږی بلل کېږي، امریکا او د ګډ حکومت چارواکي یې په پاللو او تجهیز تورنېږي چې وخت ناوخته د سیمه ئیزو هیوادونو اندېښنې راپاروي.

همدا تېره ورځ ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې، په جوزجان ولایت کې د داعش ډله خپل تشکیلات د حکومت تر چتر لاندې محلي پولیسو له منځه پوره کوي او د یاد ولایت یو شمېر چارواکي ددې ډلې تجهیز او تمویل په غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

هر هغه څوک چی د امارت اسلامی په موجودیت کی د بلی جبهی د جوڕولو په هڅه کی وی نو
د شکاره فتنی د ایجادولو پلان لری.
زما په اند طالبان مجاهدین دی باید په همدی ایت شریف عمل وکڔی چی فرمایی، واقتلوهم حتا لاتکونو فتنه.

اجمل

په دا څو ورځو کی دا څلورم زندان دی چی ماتیږی، په ارزګان کی، په هلمند او بالاخره په فاریاب کی. دا طالبان فکر کوم یا ختم شول او یا د مرګ په خوب ویده دی. په غزنی کی یی هم ځایونه تری نیولی خو داسی اخبار بیا پدی پاڼه کی د نشر ځای نلری ځکه چی بیطرفه ده.

غوربندي

اجمل صاحب

فکر کوم چې د طالبانو د یواړخیز او ناعلان شوي اوربند شکریه چا ادا نه شوای کړه،،، بلکه مزید یې پسې وغپل،،،

الله تعالی دې خیر کړي،،، ددې نااعلان شوي اوربند قدر به ګومان کوم چې سر له سبا ټولو ته مالوم شي.

الحاج استاذ بیانزی

فکر کوم مونږ هم کومه تبصره په ده اړه لیکلی وه ، نه بوهیږم ولی نشر شوی نه ده او که زه به غلط شوی یم که به دی اړه معلومات راکړی مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x