په وینو سرې جامې؛ میدان وردګو کې ګډو ځواکونو «۱۰» عام وګړي په وینو لمبولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل(: په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په ارامه او خوښه فضا کې د اختر خوښۍ لمانځي، افغانان په همدې خوښو شېبو کې د باروتو او بمونو لوګي تنفسوي او د اختر رنګینې جامې یې په خپلو وینو رنګ دي.

د عامو وګړو د وژلو د لړۍ په دوام؛ تېره شپه د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ باندې دولتي عسکرو د امریکايي همسنګرو په ملتیا د ولسي وګړو په کورونو برید کړی او تر «۱۰» پورې عامو وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

له میدان وردګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل چې؛ ګډو ځواکونو د پلار او دوو زامنو په ګډون «۱۰» تنه وژلي او د رفیع الله او تورګل په نومونو «۲» نور  کسان یې له ځان سره وړي.

د سرچینې په خبره؛ له دې سره، سره ګډو ځواکونو ټوله شپه په سیمه درنه بمباري کړې او د چانیخیلو په نوم د ۴۰ ډکو دکانونو بازار یې له خاورو سره برابر کړی.

نن ټکی اسیا ته د پېښې له ځایه رسیدلي انځورونه ښيي چې؛ یاد بازار او د ملکي وګړو کورونه په بشپړ ډول نړول شوي او خلګ د اختر دریمه ورځ لا هم د مړیو او ټپيانو په را ایستلو اخته دي.

یاده دي وي چې ګډو ځواکونو په دې وروستیو کې د عامو وګړو وژلو او د ملکي کورونو بمبار ته کار ویلی او یوازې د روان اختر په ۳ ورځو کې یې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر ۳۰ زیات ولسي وګړي وژلي او لسګونه کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې.

ګډ ځواکونه په داسې حال کې د ولسي وګړو وژنو ته دوام ورکوي چې؛ د جګړي مقابل اړخ «طالبانو» یې د اختر په مناسبت د دولتي سرتېرو هیڅ هسته هدف نه ده ګرځولې او نه هم په دې د ریو ورځو کې عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو کوم راپور تر سترګو شوی.

 

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

د کفارو دا ظلمونه د زوال نښی دی اوس د ټول افغان ولس وینه په جذبه راغلی. هر فرعون به د جهنم کندی ته ورټیل وهی او د خپلو ناوړه کړنو په سزا به ورسیږی. ان شاءالله.

حکیمي
میلمه
حکیمي

داعتکاف دشهیدانو په یادګار اختره
شمعې موبلې دي دوروڼوپه مزار اختره

موږپه شهیدومدرسواوجوماتونو ګرځو
مړي راباسوله کنډوالو دبمباراختره

دوه سره وروڼه یوه خورکۍ ده دوه یې موراوپلاردي
داچې پینځه جنازې اېښې دي قطاراختره

دتن په وینومولاسونه دي سینګاراختره
موږدې لمانځودزولنو په شرنګهاراختره

خدای ج خودې بیاپه ګران وطن داسې وخت راوله چي
نه الوتکې وي نه غـــم وي نه کشتاراختره

حکیمي

اجمل
میلمه
اجمل

ډیر ښه.
زړګی یی را ته مات کړ په دا ړوندو بمباریو
کله به راشی یا ربه یو شکلی او سرشار اختر

د تن په وینو مو لاسونه دی سینګار اختره
موړ دی لمانځو د زولنو په شرنګهار اختره

اجمل
میلمه
اجمل

د طالبانو دی کور آباد چی خلکو ته یی د اختر په ورځو کی دومره موقع مهیا چی حد اقل دا دری ورځی ښی تیری کړی خو حکومت باید تر هغوی زیاد د سولی په برخه کی محتاط وای ولی متاسفانه چی حکومت ملکیان په نښه کړی او د اختر ورځی یی پر هغوی په غم اړه ولی. په کنځلو او بدو دعاوی به کوم ځای ونیسی الله د دوی ته هدایت وکړی. چاچی د بیوزلو کور وران کړی الله د دوی کور وران کړی.