د ژوند رسۍ!

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

وايي چې يو سړی د افريقا په ځنګلونو کې روان وو. د شنو دنګو ونو له ښايست او د مرغيو له چڼهار يې خوند اخيست. د دې خوشالوونکې فضا په مينځ کې يې ناڅاپه د زمري غږ واورېد. هاخوا دېخوا يې وکتل، چې ګوري يو غټ زمری په غړمبېدا دده په لوري منډې راوهي. سړي منډه کړل او زمری ور پسې شو. د منډې په ترڅ کې په يوه ژور کوهي ور برابر شو. سړي په زوره ټوپ واچاوو، مګر له بده مرغه په کوهي کې ولوېد. په هوا کې يې د سلواغې رسۍ ونيوله او له هغې پورې د کوهي په مينځ کې ځوړند شو. کله چې لږ په ارام شو او د زمري غړمبېدا غلې شوه، د کوهي بېخ ته يې فکر شو چې يو غټ مار پکې پروت دی.

سړی پدې فکر کې شو چې اوس له دې مار نه ځان څنګه وژغوري. په همدې فکر کې ډوب وو چې، ګوري پاس يو سپين موږک او يو تور موږک په رسۍ لګيا دي او کْرَپَوي يې.

سړی له ډاره ورېږدېد، رسۍ يې وښوځوله چې موږکان يا وتښتي او يا کوهي ته ولويږي، مګر دواړو موږکو پر رسۍ غاښونه کلک کړل. سړي نور هم د رسۍ ښوځولو ته زور ورکړ تر دې چې کله به د کوهي پر يوه اړخ ولګېد او کله پر بل. پدې وخت کې يې څنګل پر يوه نرم شي ولګېده، چې ګوري د ګبين څپياکه ده. سړي ځان په يوه لاس ټينګ کړ او په بل لاس يې ګبين وڅاکه. ګبين دومره خوږ وو چې له سړي نه يې خپل ټول کړاو هېر کړ. له يوې څکې وروسته يې بله څکه، او له بلې وروسته يې بله څکه وکړه. لاس يې پکې دننه کړ، په هغې يې هم صبر و نه کړ، هغه بل لاس يې هم ور واچاوو او له دې سره په کوهي کې ولوېد. له لوېدو سره له دې وېروونکي خوبه راويښ شو او په خپل ځای کې نېغ کښېناست.

په دې وخت کې مؤذن د سهار اذان وکړ. سړی ژر پاڅېد، اودس يې وکړ، او په منډه جومات ته لاړ. له لمانځه وروسته يې دا وېروونکی خوب امام ته تېر کړ او د خوب د تعبير پوښتنه يې ترې وکړه.

امام وويل: هغه زمری چې تا پسې يې شا ته منډې وهلې، هغه ملک الموت دی. هغه کوهی قبر دی، هغه رسۍ چې ته ور پورې ځنګېدې، هغه ستا عمر دی، او هغه تور او سپين موږک شپه او ورځ دي چې ستا د عمر رسۍ کرپوي.

سړي وويل: او هغه ګبين؟

امام وويل: هغه دُنيا او د دُنيا خوندونه دي چې، له تا څخه يې د مرګ او قبر اندېښنه هېره کړې ده!

درس:

مخکې له دې چې د شپې او ورځې موږک مو د عمر رسۍ غوڅه کړي او د قبر کوهي ته مو ور وغورځوي، بايد د دُنيا د خوندونو له نشې راووځو. هو، د دُنيا له ګبين نه بايد د اړتيا په اندازه وخورو، مګر خوند مو يې بايد دومره نشه نه کړي چې، مرګ، قبر، حساب کتاب او آخرت را نه هېر کړي!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

د مولانا رومي رحمه الله په داسې شکل نقل شوې وایي يو سړﺉ په ځنګله کې روان و چې ناپامه یې د زمري غړمبیدا واوریده سړي شاته وکتل چې زمرﺉ راپسې ده. سړي په منډو شروع وکړه،چې مخې ته یې یوه څاه راغله څاه سره یوه شنه ونه هم وه. سړي څاه ته یې وکتل ډیره چټله وه او لاندې یوه اژدها کې پرته وه سړي بله لار نه وه ونې ته پورته سو. دشاتو مچیو هلته د شهدو ځاله پاته شوي و.هلته دوه موژه کان یې ولیدل یو تور بل سپین ده. د ونې شاخ ته یې پام نسو… نور لوستل »

نن ټکی آسیا
غړی
نن ټکی آسیا

مننه ژوند