ورزش

د محمد شهزاد پرځای اکرام علیخېل لوبډله کې شامل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپوهونکی او ویکټ کیپر د ټپي کېدو له کبله له نړیوال جام څخه بهر شو او پرځای یې ځوان لوبغاړی اکرام علیخېل لوبډله کې شامل کړل شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه خبر تائید کړ او زیاته کړې یې ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا تخنیکي کمیټې د محمد شهزاد بهر کېدل او د اکرام علیخېل شاملېدل تائید کړي دي.

کرېکټ بورډ د اکرام علیخېل لپاره احتیاطي لوبغاړی شفیق الله شفق غوره کړی دی چې د نوموړي په ټپي کېدو یا کومې بلې ستونزې پرمهال به لوبډله کې شاملیږي.

ټاکل شوې ده چې اکرام علیخېل به نن ماښام انګلستان کې د خپلې لوبډلې سره یوځای شي، خو لا وروستي پریکړه نه ده شوې چې نوموړی به سبا د شنبې په ورځ د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه کې شامل کړل شي او که به دمه ورکړل شي.

محمد شهزاد په روان نړیوال جام کې د ټپونو له کبله ونه شو کړای په سمه توګه توپوهنه او هم ویکټ ساتنه وکړي، تر دې دمه نوموړي په دوه لوبو کې یوازې ۷ منډې جوړې کړي او په ویکټ ساتنه کې یې یو شمېر کیچونه غورځولي دي.

اکرام علیخېل تر دې دمه دوه یو ورځنۍ لوبو کې دوه واره توپوهنه کړې چې ټولې یې ۶ منډې جوړې کړي دي، نوموړی د توپوهنې په برخه کې په فرسټ کلاس سیالیو او لیست A سیالیو کې هم کوم ځانګړی ریکارډ نه لري.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې تر دې دمه له استرالیا او سریلانکا لوبډلو څخه ماتې خوړلې ده، په دې لړ کې یې له نیوزیلنډ لوبډلې سره (چې خپلې تیرې دواړه لوبې یې ګټلي) سبا د شنبې په ورځ سیالۍ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x