ورزش

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان او تاجکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ نن د جمعې په ورځ په ۷مه نېټه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره شي.

د افغانستان فوټبال لوبډله د تاجکستان دوشنبه ښار ته رسیدلې چې هلته یې تمرینات هم ترسره کړي او نن ماښام په (۶:۳۰) بجې به د تاجکستان ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

دغه دوستانه فوټبال سیالۍ به د دوشنبه ښار په پامیر لوبغالي کې ترسره شي، دغه لوبغالی د (۲۰۰۰۰) نندارچیانو ځای کولو وړتیا لري.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشري به «فرشاد نور» کوي، نوموړی څه موده وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون او مشر روزونکي لخوا لوبډلمشر معرفي شو، ورسره فیصل شایسته او حسن امین دویم او دریم لوبډلمشر وټاکل شول.

یاده دې وي چې افغان فوټبال لوبډلې په تېرو لسو سیالیو کې ۲ ګټلي، شپږ بایللي او دوه مساوي پای ته رسیدلي دي، چې د ماتې سلنه یې ۵۵ او د بریا سلنه یې ۱۸ ده.

دغه لوبه به د افغانستان په (ورزش ۳) تلویزوني چینل څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x