شمالي وزيرستان کې اوو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د شمالي وزيرستان دته خېلو سيمې خړ کمر امنيتي پوستې ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنې درې لوړپوړي افسران وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور رسنيو ته ويلي، چې  تېره ورځ  خړ کمر امنيتي پوستې ته څېرمه د پوځيانو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې درې لوړپوړي افسران وژل شوي او څلور پوځيان ټپيان دي.

د پوځ وياند زياته کړې، په دغه چاودنه کې یو ډګرمن، تورن او يو کيپټن وژل شوي او څلور نور پوځيان ټپيان دي.

دا چاودنه په هغه سيمه کې شوې، چې تېره اونۍ په کې د پوځيانو او پښتنو ژغورنې غورځنګ «پي ټي ايم» د غړو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته پوځيانو د پي ټي ايم ديارلس غړي وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي وو.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي،  نورو چارواکو او د سياسي ګوندونو غړو پر پوځيانو د شوې چاودنې غندنه کړې او د وژل شوو افسرانو او پوځيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښوولې ده.

د پاکستان پوځ وايي، په تېره يوه مياشت کې لس پوځيان وژل شوي او پنځه دېرش ټپيان شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د