افغانستان

د سولې ولسي حرکت غړي: له طالبانو سره مو د سولې او بهرنیو پوځيانو د شتون اړوند خبرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د سولې ولسي حرکت غړي چې څو ورځې وړاندې طالبانو له ځان سره وړي وو او وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۶ نېټه بیرته پرېښودل شول وايي، له طالبانو سره یې د سولې، اوربند او دبهرنیو فوځیانو د شتون په اړه رغوونکي بحثونه کړي.

د طلوع نیوز د راپور سره سم؛ یادو غړو له طالبانو سره د لیدنو ښې خاطرې له ځانه سره راوړې او له دوی سره د طالبانو کړې رویه یې ستایلې.

ددوی په خبره؛ طالبانو ورسره نرم او نېک چلند کړی او په یوه دسترخوان ورسره ډوډۍ ته ناست وو.

ددې حرکت یوه غړي «زهیر احمد زنداني» وویل « له طالبانو مو وغوښتل څو د سولې په اړه یوه توافق ته ورسېږي تر څو په هیواد کې بهرنیانو ته د پاتې کېدو بهانه ورپاتې نه شي».

د حرکت یو بل غړي « زمری ځلاند» وايي، طالبانو ته یې ویلي چې «د سولې ولسي حرکت حق لري د هیواد هرې سیمې ته سفر وکړی او مېشتو خلګو ته د سولې غږ ورسوي».

د زمري په خبره « له طالبانو یې د اوربند او د سولې د مذاکراتو لپاره د یو مشخص ادرس د تعین هیله هم کړې».

د حرکت ویاند «بسم الله وطندوست» وايي « طالبانو کله هم دوی تښتولي نه وو بلکې دوی په خپله خوښه هغوی ته ورغلي وو تر څو اړین بحثونه له نږدې ورسره ګډ کړي».

د وطندوست په وینا « څنګه چې شبکو کار نه کاوه نو ځکه یې له ملګرو سره اړیکه پرې وه او هغوی فکر کاوه دوی طالبانو له ځانه وړي».

د سولې ولسي حرکت چې د هیواد بیلابیلو سیمو ته پلې سفرونه کوي او مېشت خلګ په ځانګړي ډول «طالبان» ډزبندۍ ته هڅوي، په تړاو یې له پيله شکونه موجود دي او له دې امله چې د بهرنیو عسکرو وتل  چې په هیواد کې د جګړې اصل عامل دی ددې حرکت د غوښتنو عمده ټکی نه جوړوي، شنونکي یې ددوی په اراده شکمن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x