
له دوو ماتو وروسته افغان لوبډله نن نیوزیلنډ سره سیالۍ کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له دوه پرلپسې ماتو او خرابې کارکردګۍ وروسته نن د نیوزیلنډ لوبډلې سره د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ ترسره کوي.
ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به نن د شنبې په ورځ د مازدیګر په پنځه بجې په کاونټن لوبغالي کې ترسره شي.
افغان لوبډله د نړیوال جام له پېل څخه له یو شمېر ستونزو سره مخ ده چې زیاته ستونزه یې په توپوهنه کې لیدل کیږي، محمد شهزاد چې د یادې لوبډلې مهم توپوهونکی دی د ټپونو له کبله له نړیوال جام څخه بهر شو.
د افغان لوبډلې مشر ګلبدین نائب په وینا چې تېرې ماتې به هیرې او یادې سیالۍ ته په نوي او مثبت فکر ښکته کیږي، د نوموړي په وینا چې لوبغاړو ته یې د یو شمېر نویو مشورو سپارښتنه کړې.
له بل پلوه د نیوزیلنډ لوبډله ده چې تر دې دمه د نړیوال جام تر ټولو مخکښ لوبډله ده او د جدول په لومړي سر کې ځای لري، د یادې لوبډلې توپوهنه او چټکه توپ اچونه ځانګړی راز دی.
نیوزیلنډ؛ سریلانکا او بنګلدیش لوبډلو ته په خپلو لومړیو سیالیو کې ماتې ورکړې ده، دغه لوبډلې که څه هم د نورو لوبډلو په پرتله کمزورې دي خو لوبډله یې سترو لوبډلو ته د ماتې ورکولو وړتیا لرلی شي.
نیوزیلنډ لوبډلې په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سره یوه سیالۍ ترسره کړې چې په کې یې د ۴ ویکټو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
یاده دې وي چې افغان لوبډله هغه مهال له سختو نیوکو سره مخ شوه چې د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې یې کم هدف بشپړ نه کړ او توپوهونکو یې د محمد شهزاد په شمول غیر مسوولانه لوبه ترسره کړه.
د نیوزیلنډ پر وړاندې احتمالي ۱۱ کسیزه لوبډله:
حضرت الله ځاځی، اصغر افغان، رحمت شاه، نجیب ځدران، حشمت شهیدي، ګلبدین نائب، محمد نبي، راشد خان، دولت ځدران، حمید حسن او مجیب ځدران.