افغانستان

د جنګي جرمونو څېړونکې یو ځل بیا په افغانستان کې د جنګي جرمونو د را سپړلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې «فیتو بنسوډا» له محکمې یو ځل بیا غوښتي څو په افغانستان کې د ښکېلو خواوو له لوري د شوو احتمالي جنګي جرمونو پلټنه وکړي.

د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په لومړي ځل تېر ۲۰۱۷ م کال کې خپلو کارکوونکو ته امر وکړ څو په افغانستان کې د امریکا، نړیوالو ځواکونو، طالبانو او نورو ښکېلو غاړو له لوري د شوو احتمالي جرمونو اړوند لاسوندونه راټول کړي.

د محکمې دغه پریکړه هماغه مهال امریکا وغندله او په روان میلادي کال کې یې دې محکمې ته ګواښ وکړ که په افغانستان کې د امریکایي عسکرو جنګي جرمونه راوسپړي، متحده ایالات به ددې محکمې مالي سرچینې کنګل او تر څار لاندې به یې ونیسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د «فیتو بنسوډا» وېزه لغوه او امریکا ته یې د نوموړې په ورتګ بندیز ولګاوه.

د متحده ایالاتو تر دې ګواښونو وروسته د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جرمونو د څېړلو پروسه ودروله او په یوه خبرپاڼه کې یې خراب امنیتي وضعیت او ناسم شرایط ددې پروسې د لارې خنډونه وبلل.

تازه ددې محکمې مخکښې څارنوالې « فیتو بنسوډا» یو ځل بیا له محکمې غوښتي څو په افغانستان کې شوي جنګي جرایم راوسپړي.

یاده دې وي چې امریکا داسې مهال په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنې مخه نیسي چې ددې هیواد عسکر په بیلابیلو سیمو کې په جنایتونو، عامه وژنو او د ملکي وګړو په ترور تورن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x