دوبۍ کې ترافيکي پېښه؛ د ۱۲ هنديانو په ګډون ۱۷تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د دوبۍ پوليس وايي، چې د ارشاديه سيمې ميټرو تم ځای ته څېرمه په يوه ترافيکي پېښه کې د ۱۲ هنديانو په ګډون ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عربي رسنيو ويلي، د عماني شرکت کاسټر موټر کې ۳۱ کسان سپاره وو، چې ونې سره له لګېدو وروسته په کې ۱۷ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

رسنۍ د پوليسو د چارواکو له قوله وايي، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله شوې ده.

د دوبۍ د پولیسو مشر جنرال عبدالله خليفه المري په دغه خونړۍ پېښه خواشيني ښکاره کړې او له موټر چلوونکو يې غوښتي، چې د موټر چلونې پر مهال ترافيکي اصول په نظر کې ونیسي.

د دوبۍ د روغتيا وزارت وايي، چې د هند قونسلګرۍ ته يې د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي.

په دوبۍ کې د هند قونسلګرۍ په ترافيکي  پېښه کې د هندي اتباعو د وژل کېدو پخلی کړی او زياتوي، چې د پېښې په اړه د دوبۍ چارواکو سره په اړيکه کې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د