افغانستان

غور: د طالبانو په برید کې «۲۰» اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو برید د دوو قوماندانانو په ګډون شل تنه وژلي او ۴ نور ټپيان شوي.

یاد عملیات چې د دولتیار ولسوالۍ په پشته نور سیمه کې شوي، په پایله کې یې طالبانو ته ګڼې وسلې او مهمات په لاس ورغلي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې اړه په خپل ټویټر لیکلي « تیره شپه دغور ولایت دولتیار ولسوالۍ مربوط پشته نور سیمه کي ۱۴ شریراربکیان په جګړه کي ووژل شول، او دقومندان لعل بهادر فروتن په شمول ۲ نور ژوبل شول ۱۵ میله وسلې او ۵ موټر سایکلان دمجاهدینو لاس ته ورغلي».

د غور ولایت چارواکو د یاد برید په تړاو لا هم څه نه دي ویلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x