د افغانستان او تاجکستان ترمنځ فوټبال سیالۍ یو-یو مساوي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په نړیواله دوستانه فوټبال سیالۍ چې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې ترسره شوه یو-یو مساوي پای ته ورسیده.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو په وروستۍ شېبو کې یې لوبه ونشوه ګټلای او د سیال لوبډلې لخوا ګول پرې وشو.

د لوبې لومړۍ نیمایي پرته له کوم ګول وهلو پای ته ورسید، خو د دویمې نیمایي په ۷۲مه دقیقه کې د افغانستان لخوا حیدري ګول وواهه چې تر ۸۸مې دقیقې یې دوام وکړ.

افغانستان یو مهال ګټې ته نږدې و خو په ۸۸مه دقیقه کې د تاجکستان لخوا شهروم سمیف ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه.

تر دې دمه د افغانستان فوټبال لوبډلې د تاجکستان پر وړاندې هیڅ کومه سیالۍ کې بریا نه ده خپله کړې، ددوی ترمنځ په تېرو څلورو سیالیو کې تاجکستان په یو-صفر، یو-صفر، درې-دوه او څلور-صفر بریاوې خپلې کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د