
کندهار؛ د دویمې حوزې قومندان طالبانو ته ژوندی په ګوتو ورغلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندهار د دویمي امنیتي حوزې قومندان فرید احمد فراهي ژوندی نیولی او ضمناً يې د یو بل جګړن د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، قومندان فراهي يې د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې لاس ته ورغلی دی.
«د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ مرکز کي د کندهار ښار د دویمې حوزې قومندان فریداحمد فراهي د مجاھدینو له لوري ژوندی ونیول شو.»

هغه زیاته کړې چې دوسیه يې د اسلامي امارت محکمې ته سپارل شوې ده.
تر اوسه د کندهار ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو ویلي چې یو لوړپوړی پوځي چارواکی جګړن عبدالعزیز يې هم فراه کې لاس ته روغ رمټ ورغلی دی.
د سرچینې په وینا جګړن عبدالعزیز د صفر محمد زوی يې د فراه په بالابلوک کې نیولی او ورسره اسناد يې هم ټول د دوی محکمې ته سپارلي دي.
طالبانو نه دي ویلي چې جګړن عبدالعزیز چېرته دنده ترسره کوله، خو لیکلي يې دي چې نوموړی د بدخشان اوسېدونکی دی.
کچیری واقعآ سوله غواړی او مسلمانان یاست بیانو دا قوماندان د بین المللی صلیب له لاری حکومت ته په احترام سره وسپاری ځکه چی حکومت هم ستاسو ۱۸۷ کسان له بنده خوشی کړل. زه فکر کوم ستاسو دا عمل به ستاسو محبوبیت په ولس کی زیات کړی. دا زما نظر خو د یوه قوماندان په وژلو باندی نه وطن آزادیږی او نه هم امریکایانو وځی. له وژلو نه یی ګټه په خوسی کولو کی زیاته ده. نوره مو خپله خوښه.
د منفی لایکونو په عوض د الله د خوښی لپاره یوه بیطرفانه ښه تبصره ولیکی.
په بحث کې ګډون وکړه…اجمل وروره جوړ تازه.
بیلکل زه د ستاسو د تبصره سره موفق یم.
نوموړی قوماندان صاحب .مسلمان دی،روژه یی نیولی وه.لمونځ ،روژه زکات ورکوی.
په هیڅ دلیل د دغه قوماندان نیول تړل وژل روا نه دی،
ګرانه دطالبانو ۳۴ زره کسان درجیم په زندانونوکې بندیان دي اوکله کله پرې بزدله عسکردنښې پخولوتمرین هم اجراء کوي خوشې شوي هم اکثره هغه کسان دي چي دکرزي په حکومت کې یې دبندموده پای ته رسېدلې وه بله داچي پښتین صاحب وایی لمونځ یی کاوه زه وایم طالبانوهم دروژې په خوړلونده نیولی بلکه دامریکایانوسره دمزدورۍ په جرم یې نیولی ده دعاګانې کوۍ چي امریکایان ووزي طالبان ډېرسخیان خلک دي که ګواښ موجودنه وي ښایي وه یې بښي
مننه