
شنونکي: حکومت ولسوالۍ نیولی شي؛ خو ساتلی يې نهشي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په دې وروستیو کې حکومتي چارواکو په غزني ولسوالۍ کې د غبرګو ولسوالیو د بېرته نیولو ادعا وکړه، خو پوځي شنونکي پرې باوري نه دي.
غزني؛ چې اوسېدونکو يې ټوله د روژې میاشت د شپنیو عملیاتو تر کرېږو لاندې تېره کړه، دفاع وزارت یوه اوونۍ وړاندې وویل چې دهیک ولسوالۍ يې نیولې او تازه يې د خواجهعمري ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.
دولتي ځواکونه دوه اوونۍ وړاندې د دهیک ولسوالۍ نړېدلي مرکز ته ورسېدل، چې لا يې هم په شاخوا کلیو کې مرستندوی ځواکونه په ټانګونو کې ولاړ او د شپې پرې چورلکې او بې پیلوټه الوتکې دورې خوري.
د غزني له ټولو ولسوالیو نږدې یوولس يې مرکز ته را لېږدېدلی یا هم له ځپلو ځایونو بې ځایه شوې دي، چې یوه يې هم خواجه عمري ولسوالۍ وه.
د دې ولسوالۍ مرکز تېر کال طالبانو دوه ځله ونیو، چې وروسته حکومت د غزني ښار په څنډه کې د حضرت حکیم سنايي زیارت ته څېرمه یوه پوسته کې خوندي کړه.
د اختر په ورځو کې چې طالبان وايي نا اعلان شوی اوربند يې کړی و، حکومت د دې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل او تازه يې د نیولو خبر ورکړل شوی دی.
که څه هم د دفاع وزارت لوی درستیز بسم الله وزیري وايي چې د مرکز د نیولو پر مهال دولتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي، خو ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو په بریدونو کې يې شاوخوا شپږ ټانګونه او ورسره عمله له منځه تللي دي.
د دې تر څنګ پوځي شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې دولتي ځواکونه ولسوالۍ بېرته نیولی شي، خو ساتلی يې نهشي.
د هغه په خبره دا چې ولې دولتي ځواکونه بېرته نیول شوې ولسوالۍ ساتلی نهشي، علت يې دا دی چې له پراخو عملیاتو سره سره دولتي ځواکونه لا هم په دفاعي حالت کې دي.
مونږه د الفتح لاس ته راوړنی ته منتظر وو، خو خبره بر عکس شوه. خواجه عمری ولسوالی په غزنی چی تر یوه کاله زیات د طالبانو لاس کی وه هغه هم لا الفتحه شوه، پر له پسی زندانونه مات شول و ګورو به چی نور څه کیږی. بهتره خبره خو داده چی دواړه فریقه سره کینی په داخل د افغانستان یوه جامع طرحه د امریکایانو د وتلو او د آینده حکومت جوړه کړی بدون لدی چی د پردیو د تاثیر لاندی وی.