افغانستان

ولسمشریزې ټاکنې؛ د رایه ورکوونکو تقویتي نوم‌لیکنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، له غزني پرته يې په ټولو ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تقویتي نوم‌لیکنه پیل کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس په دې نوم لیکنه کې هغه رایه ورکوونکي خپل نوم ثبتوي، چې تازه اتلس کلنۍ ته رسېدلي وي، له کډوالۍ را ګرځېدلي وي، په تېرو ټاکنو کې يې نوم ثبتونه غلطه شوې وې او تذکره يې ورکه یا هم خرابه شوې وې.

سره له دې چې ولسمشریزې ټاکنې دوه ځلې شاته ټېل وهل شوې، خو وروستۍ اعلان شوې نېټه يې د تلې شپږمه ورځ ټاکل شوې ده.

ولسمشریزو ټاکنو ته د اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه نوماندان شوي دي، چې ګڼ نوماندان يې د حکومت شریکان له دولتي امکاناتو په ګټې پر تر وخت وړاندې ټاکنیز کمپاین تورنوي.

وړاندې د ټاکنو کمیسیون ویلي و، چې ولسشمریزې ټاکنې، د غزني پارلماني ټاکنې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې به یو ځای ترسره کړي، خو کله چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د امریکا سفیر وویل، دا درې واړه ټاکنې پر یو وخت نه‌شي کېدلی، دوی هم ورسره د تایید سرونه وخوځول.

تر اوسه لا هم د غزني د پارلماني او د ولایتي شوراګانو د ټاکنو برخلیک معلوم نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x