چین د نړۍ دریم هېواد شو چې له بحر څخه فضا ته «سپوږمکۍ» استوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): چین له امریکا او روس وروسته دریم نړیوال هېواد شو چې له بحر څخه په فضا کې په کامیابه توګه د «سپوږمکۍ» راکټ استولو تجربه کوي.

د چین ملي فضا اداره وایي چې په دغه تجربه کې یې اوه سپوږمکۍ تجربه کړې، ددوی په وینا چې اوس وړتیا لري له بحر څخه په فضا کې هر ډوله سپوږمکۍ واستوي.

دغه سپوږمکۍ ۲۰.۸ میتره اوږدوالی، دوه متره قطر او ۵۸ متریک ټنه وزني په څلور پړاوونو کې اوه سپوږمکۍ د ۶۰۰ متره اوږدوالي په لوړوالي مدار استول شوي دي.

دا لومړی وار دی چې چین هېواد فضا ته په بحر کې د موجودې ټکنالوژۍ او ماشینونو په وسیله د سپوږمکۍ استولو تجربه کوي.

د نورو هېوادونو په پرتله ددوی ځانګړتیا داده چې چین هېواد دغه ټکنالوژي او ماشینونه د بهرنۍ مرستو پرځای په خپله وړتیا جوړ کړي دي، له دې وړاندې امریکا او روس د نورو هېوادونو سره په مرسته دغه پلیټ فارم یا ماشینونه چمتو کړي دي.

یاده دې وي چې له بحر څخه فضا ته د سپوږمکۍ استول کم لګښت لري او که چیرې دغه تجربه ناکامه ثابتیږي هم نو زیان یې د نورو په پرتله کم وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د