امریکا: د افغانستان ګاونډيان بايد د سولې پروسه کې خپل فعالیت زيات کړي

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، چې د افغانستان ګاونډيان بايد د سولې پروسه کې خپل رول نور هم فعال کړي.

زلمي خلیلزاد د سولې ماموريت په لړ کې تېره اوونۍ اسلام اباد ته تللی و، تر هغه وروسته يې د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو له استازو سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د ناټو غړو هېوادونو له استازو سره د افغانستان سولې په اړتيا او د سولې په راتلو په سويلي اسيا کې د اقتصادي چانسونو په رامنځته کېدو غږېدلی دی.

د ناټو او اروپايي ټولنې له استازو سره له ليدو وروسته زلمي خلیلزاد ويلي: «موږ ټول دې فکر کې يو، چې د سولې خبرې څنګه بريالۍ شي او بين الافغاني خبرو ته په کومه طريقه ورسيږو.»

نوموړي تر دې وړاندې اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال هم ويلي، چې پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه په افغان سولې کې مرسته کولی شي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې سپينه ماڼۍ غواړي پاکستان د سولې بهير کې  خپل رول نور هم ګړندی کړي او پر طالبانو خپل فشارونه زيات کړي.

زلمی خلیلزاد د مې په ۳۱مه د پاکستان، جرمني او د سيمې نورو هېوادونو په سفر وتلی او په لنډ راتلونکي کې به يو ځل بيا په قطر کې له طالبانو سره هم وګوري.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان بحران د پای ته رسولو په موخه د امریکا او طالبانو ترمنځ شپږ ناستې شوي دي.

دواړه لوري وايي، چې په دغو خبرو کې د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د هېچا پر ضد نه کارولو په موضوع خبرو کې پرمختګ شوی دی.

زلمي خلیلزاد هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې د يادو دوو موضوعاتو د نهايي کولو په موخه له طالبانو سره اوومه ناسته هم کوي او له دغې ناستې به امريکا او افغانستان لپاره د پرمختګ زېری ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

خليلزاده ! هر څومره چی هڅه وکړی او پاکستان ته دا کريډټ ورکړی چی ګوندی پر طالبانو به کوم تاثير ولری بيځايه او ليونی هڅه ده که دی تر اوسه داسی څه ليدلی او يا اوريدلی وای د نړی ميډيا به دی په سر اخيستی وای چی وګوری مونږ تل ويل چی پاکستان دوه مخی سياست چلوی ، پر پاکستانی بی همتو سياستوالو يی فرق نشته چی هرڅه ورته وواياست خو داچی په خوله کی يوڅه غ.. ورواچوی . تاسی به خود بين الافغانی مذاکرات غواړی چی نړيوالو ته وښاياست چی د افغانستان جګړه بين الافغانی جګړه ده مونږ يوازی… نور لوستل »