د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

کانګریس: د سولې خبرو کې دې «لاسته راوړنې» وساتل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا کانګریس ځینو غړو د بهرنیو چارو وزارت او د سولې د هڅو لپاره د دې وزارت استازي زلمي خلیلزاد ته لیک لېږلی چې پکې يې د اتلس کلنو «لاسته راوړنو» پر ساتنې ټینګار کړی دی.

کانګریس چې څو ځلې د سولې د روانې پروسې په تړاو د زلمي خلیلزاد د ور غوښتو بلنه هم کړې ده، په دې لیک کې په افغانستان کې د «لاسته راوړنو» په تېره بیا د ښځو د چارو په برخه کې پر شته وضعیت د ساتنې ټینګار کړی دی.

لیک کې افغان مېرمنې اوس په یوه ښه موقف، پر کار بوختې، ازادې او فعالې یادې شوې دي، چې ګواکې دا «لاسته راوړنې» د امریکايي یرغل له پیل سره ګوتو ته راغلې او باید نا پامه ونه نیول شي.

دا په داسې حال کې دی چې طالب مشرانو او ویندویانو په رسنیزو مرکو او نړۍوالو غونډو کې ټینګار کړی چې مېرمنو ته د اسلام ورکړي حق په برخه کې ژمن او دا يې دیني مسؤلیت چې باید پکې فعال واوسي.

تر اوسه پورې ګڼو سیاسي ښځينه فعالانو او وکیلانو له طالب مشرانو سره لیدلي او ډېرو يې منلې چې قناعت يې حاصل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر اووم سفر بوخت دی او یادونه يې کړې وه، چې دې سفر کې به يې له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو وتل او د بل چا له خوا د افغان خاورې نه استعمال موضوعات نهايي کړل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

تش په نامه د ښځو حقونو مدعین شپه او ورځ د افغان ولس په ښځو او ماشومانو باندی د بمبارونو او بمبونو باران کوی. شرمیدلی او حرامیان په ډیره سپین سترګی غیرتی افغان ولس ته د ښځو حقونو ډنډوری غږوی په داسی حال کی چی د کفارو په هیوادونو په هره ثانیه کی سلګونه جنسی تیرۍ کیږی د سپیو خرو سره وادونه کوی مور او خور پکی نده معلومه بس د حیواناتو په شان ژوندی کوی د غیرت او ناموس په نوم د دوی په قاموس کی کوم ټکی شتون نلری. په اخر کی ورته وایم چی دا بابولالی د… نور لوستل »