دوستم: جوزجان کې د داعش «ملاتړي» پېژندل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پخوانی جګړه مار او د ګډ حکومت مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، جوزجان کې يې هغه ډلې او اشخاص پېژندلي چې د داعش په را پنځولو او ملاتړ کې بوخت دي.

هغه چې پرون جوزجان کې د اربکیانو او خپلو جګړه مارو په منځ کې په پوځي جامو کې را څرګند شو وویل، له دې اندېښمن دی چې له طالبانو سره تر سولې وروسته دلته داعش «تقویه کړل شي.»

هغه د چا یا کومې ډلې نوم یاد نه کړ، خو په وینا يې هغوی پېژني چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش په منظمولو، هڅولو او ملاتړ بوخت دي.Dostum -Criminal.jpg

د جوزجان ځايي چارواکي هم د دوستم د خبرې پخلی کوي او زیاتوي چې درزاب ولسوالۍ کې که څه هم ښکاره د داعش څرک نه لګېږي، خو داسې راپورونه يې تر لاسه کړي چې داعش جګړه مار په پټه پر ځان منظمولو بوخت دي.

د جوزجان درزاب هغه ولسوالۍ ده، چې تېر کال پکې طالب سرتېرو د داعش پر ضد پراخ عملیات ترسره کړل او دولتي چورلکو سلګونه داعشي وسله‌وال د طالبانو له محاصرې وژغورل.

حکومتي سرچینو هم ومنله چې داعشیان يې له ځان سره وړي، خو ادعا يې وکړه چې دوی يې د جګړې په لیکو کې نیولي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق هغه مهال وویل چې دولتي چورلکې د داعش په خدمت کې وي او دا له دې جګړه مارو سره د دولت ښکاره همکاري او مرسته ده.

Daish-amnayat3

پوځي ټانګونه؛ چې د داعش بیرغ پرې رپېږي

دوستم د خپل همیشني عادت له مخې ګواښ وکړ چې د داعش او طالب سرتېرو نوم به ورک کړي، هغه څه موده وړاندې ویلي و چې شمال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو د طالبانو پر وړاندې بې وسه ده.

تر دې وړاندې هم دوستم په جوزجان او فاریاب کې د جګړې لیکو ته تللی، چې ګڼې پښتنې کورنۍ له طالب سره د همکارۍ په تور له پراخو سیمو وشړلې او ان قومي مخورو يې کابل کې د ناموس لوټلو ویر له هم رسنیو سره شریک کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د