د عقل پالنې دعوه

ژباړه: دکتور رحمت الله زاهد

له تېرو څو پېړيو راهيسې لويديځ په ډېر شور زور سره د عقل پالنې (Rationalism) او طبيعت پالنې (Naturalism) په اړ اعلانونه او اشتهارات کوي، د اشتهار او اعلان د اغېزو څخه څوک انکار کولی شي، کوم شی چې ډېری کرته پرلپسې د سترګو مخکې وړاندې شي او په غوږونو مسلط کړی شي، نو تر څو پورې به انسان خپل زړه او دماغ د هغه د اغېزې څخه وساتلی شي؟

د سترو هڅو، اعلانونو او اشتهاراتو په پايله کې دنيا دا ومنله چې د لويديځ د علومو او تهذيب بنسټ سراسر په عقل او فطرت سره په توافق باندې ايښودل شوی دی، خو د غربي تهذيب د تنقيدي څېړلو وروسته دا حقيقت څرګنديږي چې ددغه تهذيب بنسټ نه د عقل سره سمون خوري او نه د فطرت د اصولو سره برابر دی، بلکې بنسټ يې په محسوساتو، خواهشاتو او اړتياوو باندې ايښودل شوی دی، د غرب دوهمه ويښتابه په حقيقت کې د عقل او فطرت په خلاف بغاوت ؤ چې د معقولاتو پر ځای يې محسوساتو او مادياتو ته رجوع وکړه، د عقل پر ځای يې په حس باندې باور وکړ، د عقلي لارښوونو، منطقي استدلال او فطري وجدان پر ځای يې محسوسې مادي پايلې اصلي او حقيقي معيار وګرځولو، د فطرت څخه د لارښوونو ترلاسه کولو پر ځای يې د خواهش او اړتيا څخه خپل لارښود جوړ کړ، هر هغه شی يې بې بنسټه وګرځولو چې په محسوس ډول نه اندازه کېږي، هر هغه شی چې کومه محسوسه، مادي ګټه نه لري، هغه يې د پاملرنې وړ ونه ګڼلو.

Dr.Rahmatullah-Zahid

دکتور رحمت الله زاهد

په پيل کې په خپله د غربيانو څخه دغه حقيقت پټ ؤ، سره لدې چې د عقل او فطرت خلاف روان وو خو دوی فکر کولو د روڼ اندۍ کومه نوې مرحله چې دوی پيل کړې ده، ددې بنسټ په عقل او فطرت باندې ايښودل شوی دی، وروسته چې ورته حقيقت ښکاره شو، بيا يې د اقرار جرأت نه درلود، په ماده پالنې، د خواهشاتو په غلامۍ، په نفسي غوښتنو او د جسم په بندګۍ باندې یې په منافقانه توګه د عقلي استدلال او د فطرت سره د موافقت پردې غوړولې، خو اوس حقيقت ښکاره شو او د عقل او فطرت مخالفت دومره څرګند شو چې پرده پرې نه شي غوړيدلی، ځکه خو اوس هم د عقل او هم د فطرت څخه د بغاوت اعلان کېږي، د پوهې او حکمت د سپېڅلي ماحول څخه واخله تر ټولنيز، اقتصادي او سياسي نظام پورې هر ځای د سرغړونې بيرغ پورته شوی او د زاړه پالو منافقينو د يوې ډلې پرته د نوې نړۍ مشران په خپل تهذيب باندې يواځې د خواهش او اړتيا واکمني تسليموي.

د لويديځ څخه اغېزمن ختيځوال او د لويديځ ړانده پيروان د خپلو لارښودانو څخه يو څو قدمه وروسته پاتې دي، د هغوی ذهني روزنه چې په کوم تعليم، چاپيريال او د تهذيب او تمدن د کومو عواملو لاندې شوې ده، د هغې غوښتنه دا ده چې د مادياتو او محسوساتو بندګي او د خواهشاتو او اړتياوو غلامي په دوی کې هم پيدا شي او همداسې شوې ده، خو تر اوسه دوی هغه حالت ته نه دي رسيدلي چې هر څه په ډاګه کړي، دوی اوس هم په خپلو ليکنو او ويناوو کې وايي چې مونږ يواځې د عقل او فطرت لارښوونه منو، مونږ سره بايد يواځي د عقلي دلائلو په رڼا کې بحث وشي او مونږ د داسې هېڅ شي منلو ته تيار نه يو چې په عقلي دلائلو او فطري شواهدو ثابت نه وي، خو په دې ټولو څرګندونو کې هم هغه څه پټ دي چې نه د عقل غوښتنه ده او نه د فطرت، د دوی ټولې ليکنې کې وڅېړل شي نو څرګنده به شي چې د معقولاتو او فطري غوښتنو د معلومولو څخه د دوی ذهن عاجزه دی، کوم شي ته چې دوی عقلي فائده وايي، چې د حقيقت پوښتنه يې ترې وکړې نو معلومه به شي چې هدف يې تجرباتي فائده ده او تجرباتي فائده هغه ده چې مادي وي، وزن او تول يې کېږي، شمارل کېږي او اندازه کېږي، د کوم شي ګټه چې په عددي حساب نه شمېرل کېږي، په تله نه تلل کېږي، په ميتر نه اندازه کېږي، دوی هغې ته ګټور نه وايي او تر څو چې پدغه شکل ورته د کوم شي فائده ثابته نه شي، نو په هغه باندې باور کول او د هغې پيروي کول ورته نامعقول ښکاري.

د فطرت د پيروۍ چې کومه دعوه دوی کوي، که لږه څېړنه پرې وشي نو د هغې حقيقت هم څرګنديږي، د فطرت څخه د دوی هدف انساني فطرت نه، بلکې حيواني فطرت دی چې د احساس او زړه د شهادت څخه خالي وي او يواځې حس، خواهش او د نفس او جسم غوښتنې لري او بس، د دوی په نظر د اعتماد وړ هغه شی دی چې حواس اغېزمن او خواهشات آرام کړي، جسمي او نفساني غوښتنې پوره کړي، ګټه يې نږدې او ښکاره وي او زيان يې له سترګو پناه يا د ګټې څخه کم ښکاره شي، پاتې هغه څه چې د انسان د فطرت غوښتنه ده، د کوم اهميت چې انسان په خپل وجدان کې بيامومي، ګټه او تاوان يې مادي او حسي نه، بلکې نفسي او روحاني وي، هغه د دوی په نظر کې خرافات، بې ګټې او د پاملرنې وړ نه دي، دغو شيانو ته اهميت ورکول، بلکې د هغې منل، د روڼ اندۍ خلاف، وهم پالنه او وروسته والی ګڼل کېږي، یو طرف ته د عقل او فطرت څخه سرغړونې ته ګوره او بل طرف ته د عقليت او فطرت منلو دعوې ته ګوره او بې عقلې خو لا دا ده چې دوی ته د دوه متضادو شيانو د يوځای کولو احساس هم نه کېږي .

د پوهې او تمدني فکر دومره ګټه خو بايد انسان ته ورسي چې د هغه په خيالاتو کې شک او په مفکوره کې يې ګډوډي نه وي، هغه د فکر پاکه او ښکاره لاره غوره کړی شي، مقدمات سم ترتيب او د هغه څخه درسته پايله واخیستی شي، د تضاد او د مباحثو د ګډوډيو په څېر د ښکاره غلطیو څخه ځان وساتل شي، خو له بده مرغه چې د څه خلکو پرته عام تحصيل لرونکي د ذهني روزنې ددې لومړيو لاسته راوړونو څخه بې برخې دي، دوی دا هم نه شي کولی چې د بحث او مناقشې مخکې خپل صحيح حالت متعين کړي، بيا ددغه حالت په عقلي اړتياوو پوهه ش او دغه حالت په نظر کې ونيسي او د هغې لپاره مناسب استدلال ترسره کړي، د دوی سره چې خبرې کوې او که ليکنه يې ګورې، په لومړي قدم کې به درته معلومه شي چې فکري ګډوډي لري، د بحث پيل له يو موقف څخه کوي، لږ مخکې دغه موقف بدل کړي، چې نور هم مخکې لاړ شي، بيا بل موقف اختيار کړي، د خپلې دعوې د ثبوت لپاره په پوره پوهه د مقدماتو په ټاکلو او بحث منطقي پايلو ته په رسولو نه پوهېږي، د پيل څخه تر پای پورې به په دې پوهه نه شې، چې دی څه غواړي، هدف يې د څه شي څېړنه وه او ثابت يې څه شی کړل.

د دې فکري ګډوډۍ اصلي لامل دا دی چې د اوسني تهذيب او د هغه څخه د اغېزمن شوي تعليمي نظام ميلان ټول د محسوساتو او مادياتو اړخ ته دی، دغه نظام خواهشات راپارولی شي، د غوښتنو او اړتياوو احساس راويښولی شي، د محسوساتو اهميت په زړونو کې کينولی شي، خو د عقل او ذهن روزنه نه شي کولی، د نيوکې او فکر کولو جذبه هم پيدا کولی شي، ځکه خو ددغې جذبې له امله په هر شي باندې عقلي نيوکه کوي او د هر هغه شي څخه انکار کوي چې د دوی په عقل کې نه راځي، خو په حقيقت کې د دوی ذهن د عقل څخه انحراف کوي او په صحیح عقلي طريقه باندې د کومې مسئلې د حل کولو او د کوم کار په اړه باندې د سم نظر د ورکولو صلاحيت په دوی کې نه پيدا کېږي، ددغه نامعقول عقليت څرګندونه په هغو مسائلو کې ډېره کېږي چې د دين سره تړاو لري، ځکه چې ددغو مسائلو روحي، اخلاقي، ټولنيز او د ټولنيزو علومو بنسټونه د لويديځ د مفکورې او نظرياتو سره هره په برخه کې په ټکر کې دي.

د عصري تعليم درلودونکي شخص سره په کومه ديني مسئله کې بحث پيل کړه او د هغه د ذهني حالت د معلومولو لپاره د هغه څخه د مسلمانۍ اقرار واخله، بيا هغه ته د شريعت کوم حکم د سند سره وړاندې کړه، هغه به ناڅاپه خپلې اوږې وخوزوي او د عقل د دعوې په توګه به ووايي چې دا هسې د مولايانو خبرې دي، ما ته عقلي دليل وړاندې کړه، که تاسره د معقولاتو پر ځای ټول نقلي دلائل وي، نو هغه ستا خبره نه مني، د څو خبرو ورسته به تا ته معلومه شي چې په دې بيچاره بېخي د عقليت هوا نه ده لږيدلې، دې غريب ته د کلونو د تعليم او تربيت وروسته دا هم نه ده معلومه شوې چې د دليل د غوښتلو عقلي اړتياوې څه دي او د دليل د غوښتونکي اصلي حالت بايد څه ډول وي، عقل د اسلام په هکله د انسان د يو څخه د دوو حالاتو غوښتونکی دی، يا به مسلمان وي، يا کافر، که مسلمان وي نو د مسلمان معنا دا ده چې هغه الله په الوهيت او پيغمبر د الله په پيغمبرۍ منلی دی او دا اقرار يې هم کړی دی چې د الله لخوا چې د هغه پيغمبر کوم حکم راوړي، پرته له شکه به يې مني، ددې وروسته ده ته دا حق حاصل نه دی چې په هر حکم کې د عقلي دليل د وړاندې کولو غوښتنه وکړي، د مسلمان په توګه دده کار يواځې دا څېړنه کول دي چې الله او د هغه پيغمبر په دې هکله کوم حکم کړی دی کنه، کله چې په نقلي دليل حکم ثابت شو نو دده کار يواځې پيروي کول دي او بس، دی د خپل زړه د اطمينان او پوهې د زياتولو لپاره د عقلي دليل پوښتنه هغه وخت کولی شي چې لومړی يې حکم منلو ته سر ښکته کړی وي، د پيروۍ لپاره عقلي دليل غوښتل او د عقلي دليل د موندلو او يا د زړه د اطمينان د نه ترلاسه کولو له امله د پيروۍ څخه انکار کول دا معنا لري چې دی په اصل کې د الله د رسول د واک او حاکميت څخه انکار کوي، چې دغه انکار ته کفر وايي، سره لدې چې د بحث په پيل کې ده د مسلمانۍ دعوه کوله، البته که دی د کفر حالت اختياروي، نو دده اصلي ځای په اسلام کې دننه نه، بلکې د اسلام د دایرې څخه بهر دی، د بحث څخه مخکې بايد دی دومره جرأت ولري چې په کوم دين چې د زړه څخه ايمان نه لري، د هغه څخه دې بهر ووځي، بيا دې د عقلي دليل غوښتنه وکړي او د هغه د غوښتنې ځواب دې ورکړل شي.

دا قاعده د سليم عقل غوښتنه ده او په دنيا کې هېڅ نظم او تنظيم د دې قاعدې پرته نه شي راتلی، هغه حکومت د يوې ورځې لپاره هم نه شي پاتې کيدی چې د رعيت هر وګړی يې د هر حکم لپاره د عقلي دلیل غوښتنه کوي او که نه نو د حکم څخه به سرغړونه کوي، د هغه اردو څخه اردو نه جوړيږي چې هر سرتېری يې د قوماندان څخه د هغه د حکم د عقلي دلیل غوښتنه وکړي، تر څو د زړه د اطمينان د تر لاسه کول وروسته يې پيروي وکړي، هېڅ مدرسه، پوهنتون، ټولنه تر دې چې هېڅ ټولنيژ نظام په دې بنسټونو باندې نه شي ودريدی چې د هغې د هر فرد د مطمین کول هڅه دې وشي او تر څو چې د هر فرد اطمينان نه وي ترلاسه شوی، نو د ورکړل شوي امر پيروي به نه کوي، انسان چې په کوم نظام کې ننوځي، ددې لومړۍ او بنسټيزې مفکورې سره ننوځي چې هغه به ددغه نظام په مشرتابه باندې په ټوله کې باور لري او د هغه مشري به مني، تر څو چې دی ددغه نظام برخه وي، د نظام د مشرتابه خبره به مني، که ده ته په کومه د زړه اطمينان په برخه وي او کنه، د جرم په توګه د کوم حکم خلاف کول جلا خبره ده، په جزئياتو کې د مخالفت سره هم يو فرد په نظام کې پاتې کيدی شي، خو که کوم فرد په هره لويه وړه خبره کې د پيروۍ لپاره د خپل زړه اطمينان شرط ګرځوي، نو هغه په اصل کې د مشرتابه د واک د منلو څخه انکار کوي، چې دېته د نظام څخه سرغړونه او بغاوت وایي، که څوک په حکومتونو کې دا کار کوي، په هغه د بغاوت حکم کېږي، که په اردو کې څوک دا کار وکړی، نظامي سزا ورکول کېږي، په مدرسه او پوهنتون کې که څوک دا کا وکړي، ويستل کېږي او په دين کې که څوک دا کار کوي، په هغه باندې د کفر حکم کېږي، ځکه چې په کوم نظام کې د پاتې کيدو سره د داسې غوښتنو حق چا ته نه ورکول کېږي، دداسې غوښتنو د کوونکي اصلي ځای په نظام کې دننه نه، بلکې د نظام څخه بهر دی، او دی بهر شي، بيا چې څه غوښتنه لري، ودې کړي.

په اسلامي لارښوونو کې دا قاعده د بنسټ حيثيت لري چې د احکامو څخه مخکې په الله او رسول باندې ايمان راوړلو ته بلنه ورکوي، ټول دلائل د همدغه هدف لپاره وړاندې کېږي، د هر عقلي دليل او فطري ګواهۍ په وسيله هڅه شوې ده چې انسان پدې مطمین کړي چې يواځې الله دده معبود او محمد (صلی الله عليه وسلم) د الله پيغمبر دی، انسان چې څومره عقلي څېړنه کول غواړي، بايد په همدغه اصلي مسئله باندې يې وکړي، که پدغه اړه د انسان زړه په هېڅ دليل مطمين نه شي، نو د اسلام په منلو نه اړ کېږي او نه د اسلام کوم حکم په ده تطبيق کېږي، خو چې کله څوک دغه خبره ومني، نو بيا دده حالت د مسلمان شو او د مسلمان معنا د پيروي کوونکي ده، اوس دا اړينه نه ده چې د اسلام د هر حکم په اړه به ده ته عقلي دليل وړاندې کېږي او تر څو يې چې د زړه اطمينان ترلاسه نه شي نو پيروي به نه کوي، د مسلمان جوړيدو وروسته د انسان لومړی مسؤوليت دا دی چې د الله او رسول لخوا ورته کوم حکم ورسېږي، پرته له ولې او څنګه به یې پيروي کوي، (إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) (النور:۵۱) «د مؤمنانو كار خودادى چې كله د الله او پيغمبر لوري ته وبلل شي، ترڅو د دوی تر منځ فیصله وکړي، نو هغوى ووايي چې مونږ واورېدله او ومومنله. همدغه راز خلك دبري او نجات ميندونكي دي».

د کوم حکم د منلو لپاره د داسې دلائلو غوښتنه د ايمان سره په ټکر کې ده او د دواړو يو ځای کيدل د سليم عقل خلاف دی، مؤمن د داسې دلائلو غوښتنه نه شي کولی او د داسې دلائلو غوښتونکی مؤمن نه شي جوړيدی، (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ)، (الأحزاب:۳۶)، «د يو مؤمن سړي او مؤمنې ښځې دا حق نشته چې الله او د هغه رسول د کوم کار په اړه فيصله وکړي او دی دې پکې اختيار ولري».

اسلام چې د سمون او جوړښت کوم کار سرته رسولی دی، د هغې لامل همدا قاعده ده، په زړونو کې د ايمان د کينولو وروسته چې د ايمان څښتنان له کوم کار څخه منعه شوي دي، د هغې څخه يې ځان ساتلی او د کوم شي د کولو حکم چې ورته شوې، په يوه اشاره باندې هغه کار په لکونو او ميليونو انسانانو کې خپور شوی دی، که د هر شی لپاره عقلي دليل وړاندې کول اړين وی او د احکامو د پيروي لپاره د هر امر او نهي د حکمتونو او مصلحتونو معلومول ضروري وی، نو د قيامته پورې به د انسانانو د اخلاقو د اصلاح او د اعمالو د جوړښت هغه کار سر ته نه وی رسيدلی، کوم کار چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د درويشتو (۲۳) کلونو په لنډه موده کې ترسره کړ.

ددې دا معنا نه ده چې د اسلام حکمونه د عقل خلاف دي او يا هم کوم جزئي حکم د مصلحت څخه خالي دی او دا معنا يې هم نه ده چې اسلام د خپلو پيروانو څخه د ړندو په څېر تقليد غواړي او د حکمونو د عقلي او فطري بنسټونو د څېړلو او د هغې د مصلحتونو او حکمتونو د پېژندلو څخه يې منعه کوي، حقيقت ددې خلاف دی، د اسلام د حقيقي پيروانو لپاره سوچ او فکر کول اړين دي، څوک چې د احکامو په مصلحتونو او حکمتونو څومره ډېر پوهيږي، په هغه اندازه به يې سمه پيروي کوي، خو د ځمکې او آسمان توپير دی د هغه عقلي څېړنو تر منځ چې د پيروۍ څخه مخکې کېږي او د هغه عقلي آزميښت تر منځ چې د پيروۍ وروسته د مصلحت او حکمت د پېژندلو لپاره ترسره کېږي او دا هم اړينه نه ده چې د هر حکم مصلحت دې د ده په ذهن کې راشي، ده ته خو په حقيقت کې د الله په الوهيت او د پيغمبر په رسالت پوره ډاډ په برخه دی، که ددې وروسته ورته د کامل بصيرت په خاطر د کوم حکم حکمت او مصلحت معلوم شي، نو د الله تعالی شکر دې وباسي او که ورته معلوم نه شي، نو د هغه ډاډ له امله چې ده ته په الله او رسول باندې حاصل دی، پرته له کوم ځنډه د حکم پيروي کوي، د داسې دليل معلومولو د هغه دليل غوښتلو سره څه مناسبت دی چې په هر قدم کې يې په دې شرط پوښتنه کوي، چې که زما ډاډ ترلاسه شو، نو مخکې قدم اخلم، کنه شاته ځم.

يوه مسلمانه ډله چې ډېری غړي يې لوړ تحصيل لرونکي هم دي او د دين دعوه هم کوي او په خپل فکر سره لوی خدمتونه هم ترسره کوي، د مذهبي اصلاح په نوم چې دغه ډله د تبليغ کوم کار کوي، په هغو کارونو کې يو کار دا هم دی چې هر کال مسلمانان د لوی اختر په موقعه د قربانۍ کولو څخه منعه کوي او هغوی ته دا مشوره ورکوي چې کومې پيسې دوی په قربانۍ مصرف کوي، هغه دې د ملي ادارو سره په همکارۍ، د يتيمانو او کونډو په پالنه او وزګارو ته د کار په پيدا کولو مصرف کړي.

داسې خبرې کول په اصطلاح ددغه تحصيل لرونکو خلکو د ذهني حالت يوه نمونه ده، يو اړخ ته د عقل ګرايۍ دعوه او بل اړخه ته دومره غير معقول خبره کول د دوی ځانګړتيا ده، داسې خبرې د دې ګواهي ورکوي چې دې خلکو تر اوسه پورې خپل صحيح حالت نه دی ټاکلی، دوی ته بايد وويل شي، که ته د يو مسلمان په توګه خبره کوې، نو د هر څه مخکې بايد نقلي دليل ته سرښکته کړې، بيا د عقلي دليل غوښتنه ستا حق دی، خو د پيروۍ لپاره نه، بلکې يواځې د زړه د اطمينان د ترلاسه کولو لپاره او که د حکم د پيروۍ څخه مخکې عقلي دليل د دې لپاره غواړې چې ته د زړه ډاډ د پيروۍ لپاره شرط ګرځوې، نو بيا دداسې سړي لپاره پکار ده چې د نامسلمانه په توګه خبره مطرح کړې، هغه بيا دا حق لري چې په هره مسئله نيوکه وغواړي، کولی يې شي، خو دا نه شي کيدی چې د مسلمانانو په کومه ديني مسئله کې د اسلام د مفتي په توګه فتوی ورکړي.

داسې خلک په يو وخت کې دوه ټکر لرونکي حالتونه غوره کوي او د يو حالت عقلي اړتياوې هم نه پوره کوي، يو اړخ ته يواځې مسلمان نه، بلکې د اسلام مفتي جوړيږې او بل اړخ ته عقلي دليل ورته هېڅ هم نه ښکاري، که کوم حکم په نقلي دليل ورته وړاندې شي، نو د هغې د پيروۍ څخه انکار کوي او د پيروۍ د شرط په توګه وايي چې لومړی خو د دې حکم په عقلي او تجرباتي ګټو باندې لږه رڼا واچوه، يعنې دوی يو حکم لدې امله نه مني، چې دا د الله او د هغه د رسول حکم دی، بلکې د حکم د عقلي او تجرباتي ګټو له امله يې مني، که دغه ګټې ښکاره نه شي، يا دده په معيار باندې پوره نه وي، نو هغه حکم نه مني، د هغې خلاف څرګندونې کوي، هغې ته بې ځایه، بې ګټې، تاواني او اسرافي کار وايي او خپل ټول قوت د هغې څخه د مسلمانانو په منعه کولو کې مصرفوي، کوم عقل داسې ټکر لرونکې کاري طريقه او حيثيتونه مني، د عقلي دليل غوښتنه سمه ده، خو لومړی دې دی ځان له عقل لرونکو څخه ثابت کړي.

عقلي او تجرباتي ګټې د کوم ځانګړي او متعين شي نوم نه دی، يو نسبي او اضافي شی دی، د يو انسان عقل يو شي ته ګټور وايي، خو د بل انسان عقل ددې خلاف حکم کوي، درېيم ددغه شي څه نا څه ګټه مني، خو ډېر اهميت نه ورکوي او بل شی ددې څخه ډېر ګټور بولي، په تجرباتي ګټو کې ددې څخه هم ډېر اختلاف کيدی شي، د فائدې په اړه د هر چا نظر مختلف کيدی شي او د همدغه نظر له امله په خپلو او يا د نورو په تجرباتو باندې د ګټور يا غير ګټور حکم کوي، يو سړی بېړنۍ ګټه غواړي او د بيړني تاوان څخه ځان ساتل غواړي، ددې سړي ټاکنه به يقيني د هغه سړي څخه توپير لري چې هغه د کارونو پايلو ته ګوري، ډېر داسې شيان شته چې يو له اړخه ګټه، خو له بل اړخه تاوان لري، يو انسان دغه شی لدې امله اختياروي چې د ګټې لپاره يې تاوان منلو ته تیار وي، خو بل انسان ترې ځان ساتي، ځکه چې دده په نظر يې تاوان له ګټې ډېر دی، کله کله د عقلي او تجرباتي ګټو تر منځ مخالفت وي، يو شی به د تجربې پر بنسټ تاوان رسونکی وي، خو د عقل غوښتنه به دا وي چې د لوې ګټې لپاره بايد دغه وړوکی تاوان وګالل شي، پدغه توګه تجربه به يو شی ګټور بولي، خو د عقل فتوی به دا وي چې د عقلي تاوان له امله بايد ددغه شي ځان وساتل شي، ددغو توپيرونو په شتون کې د يو شي په عقلي او تجرباتي ګټو باندې داسې رڼا اچول ممکن نه دي چې ټول خلک دې د هغې په ګټوروالي يوه خوله شي او د انکار هېڅ لاره دې پاتې نه وي، دا يواځې د قربانۍ خبره نه ده، لمونځ، روژه، حج، زکات او د شريعت په اوامرو او نواهيو کې کوم داسې شی شته چې د هغې په عقلي او تجرباتي ګټو باندې داسې رڼا اچول شوي وي چې لکه د لمر يې ګټه څرګنده وي او ټولو خلکو يې د همدغه ښکاره ګټې له امله پابندي اختيار کړي وي، که داسې وی نو نن به يو شخص هم د لمونځ او روژې پريښودونکی او د حج او زکات منکر شتون نه درلود، لدې امله خو اسلام د احکامو پيروي د هر چا د عقل او تجربې په فتوا پورې نه ده تړلې، بلکې د احکامو لپاره يې ايمان او اطاعت اساس ګرځولی دی.

مسلمان په عقل او تجربه نه، بلکې په الله او رسول باندې ايمان لري، د مسلمان مذهب دا نه دی چې عقل او تجربه د کوم شي فائده ثابته کړي، نو دی به يې مني او که عقل او تجربه کوم شی تاواني وګڼي، نو د هغې څخه به ځان ساتې، بلکې د مسلمان مذهب دا دی چې د الله او رسول کوم حکم ثابت شي، د هغه پيروي اړينه بولي او که ثابت نه شي، نو پيروي يې اړينه نه بولي.

دلته اصلي پوښتنه دا ده چې ستا ايمان په عقل او تجربه دی، که په الله او رسول باندې؟ که لومړۍ خبره وي، نو بيا دې د اسلام سره څه تړاو نشته او نه دا حق لرې چې د مسلمان په توګه مسلمانانو ته د کوم شي څخه د ځان ساتنې مشوره ورکړې، او که ايمان دې په الله او رسول باندې وي، نو بيا بايد عقل او تجربه د بحث محور نه وي، بلکې دا پوښتنه کول پکار دي چې آيا قرباني فقط يو رسم او رواج دی چې مسلمانانو له ځانه جوړ کړی دی او که عبادت دی چې الله خوښ کړي او د الله پيغمبر په خپل امت کې جاري کړی دی.

له اصلاح انلاین نه په مننې!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د