احمقانه فکر او دیمکراسي!

بدر ځلاند

دیمکراسي قانون انسانانو جوړکړی او بیا په انسانانو کې هغو خلکو ایجاد کړی چې هغوی د الله جل جلاله سخت دښمنان دي او کافران دي، او هغوی خو یا بلکل د الله جل جلاله په وحدانیت ایمان نلري او یا که الله جل جلاله مني خو د هغه احکام او انسانانو ته رالیږلی شوی دین اسلام نه مني، دا ټول په کفارو او د شیطان په لارویانو کې حسابیږي یعني دوی ټول د الله جل جلاله دښمنان دي.

که څوک دا خبره کوي چې دیمکراسي معنا ازادي او انسانانو ته خپل حقوق ورکولو ته وایي او دا ازادي او د انسانانو حقوق په اسلام کې هم ورکول شوي نو کوم تاوان نلري.

نو هغوی ولې دافکر نه کوي چې د انسان حقوق چې اسلام ورکړي نو ولې په اسلام کې د انسانانو د حقوقو ملاتړ نه کوي چې په کفري دیمکراسي کې د اسلام ملاتړ کوي.

مونږ چې مسلمان یادیږو او د الله جل جلاله رالیږل شوی قانون مو منلی نو په اسلام کې انسانانو ته ورکړل شوي حقوق باید په دیمکراسي کې ولټوو؟ او که دیمکراسي او ازادي او د انسانانو حقوق په اسلام کې ولټوو ؟

بله دا چې د اسلام دین خو څه صرف د انسان حقوقو ته نه وایي بلکه دا خو یو الهي قانون ده، الله جل جلاله رالیږلی ده په دې کې عبادات او احکام موجود دي ولاء او براء پکې موجوده ده وحدانیت پکې ده د پیغمبر علیه السلام کامله تابعداري پکې شرط ګرزول شوې ده، نو څنګه دا دومره ډیرې خبرې صرف په انساني ازادي پورې منحصرې کړل شي او د انساني کاذبې ازادي لپاره کفري قانون له اسلام سره خلط کړل شي.

هغه خلک چې د دیمکراسي د استاذانو په دروغجنو تعریفونو غولیدلي هغوی ولې دا فکر نکوي چې د انسانانو حقوق په ټولو ادیانو کې په اسلام کې زیات محفوظ دي او دا اسلام یو داسې پاک او منتخب دین ده چې الله پاک په خپله انسانانو ته غوره کړی ده.

که دیمکراسي کفر نه وي او جمهوریت او پارلمان کفر نه وي او د ګمراهانه دلایلو په ویلو سره د کفریت بنسټ پارلمان ته د اهل حل والعقد نوم ورکول کیږي نو په شریعت کې خو اهل الحل والعقد خلک هم تعریف شوي دي.

شریعت او اسلام خو اهل الحل والعقد هغو لنډغرو غلو او فاسدو خلکو ته نه وایي چې د غلو شرابیانو قاتلانو د رایو په اکثریت انتخاب شي.

که دا هم اهل الحل والعقد شي نو بیا په دې اهل الحل والعقد کې د ذمیانو د داخلیدو جواز په کوم کتاب کې راغلی چې د مسلمانو په هیواد کې دې هغه کافر چې جزیه ورکوي هغه دې هم د مسلمانانو په اهل الحل والعقد ډله کې داخل کړل شي او د مسلمانانو لپاره دې د ژوندون تیرولو قوانین جوړوي.

مونږ ولیدل چې ددغو دروغژنو او کفر خوښو تش په نوم مسلمانانو په اهل الحل والعقد کې هندوان او سیکان هم داخل شول ایا دا هم په اسلامي ازادي کې بللی شو؟

نو معلومه خبره ده چې اسلامي دیمکراسي او یا اسلامي جمهوریت داسې الفاظ دي چې صرف د مسلمانانو د غولیدلو لپاره په خولو تکراریږي په ظاهر او خارج کې هیڅ وجود نلري او نه هیڅکله سره یوځای کیدای شي.

یو کفري دیمکراسي قانون ته اسلامي ویل او یا جمهوري قانون ته اسلامي جمهوریت لقب ورکول داسې مثال لري لکه یو چاته چې ووایې چې ،خرماما، نو په خرماما کې د انسان څومره سپکاوی موجود ده؟ اګر که د خره له لفظ سره د ماما احترامانه لفظ هم یو ځای شوی خو بیا هم د خره لفظ سره د ماما لفظ یادول کوم عزت او اکرام نه پیدا کوي همداسې دیمکراسي او جمهوریت هم له اسلام سره تړل لویه بې عقلي او غولونکې کلمه ده.

هغه خلک چې دیمکراسي ته د انسانانو د حقوقو محافظ قانون وایي او له اسلام سره تړاو ورکوي هغوی خپله ګمراهان او د شیطانانو مرسته کونکي دي چې د الهي سپیڅلي قانون اسلام پرخلاف له کفارو سره مرسته کوي او مسلمانان خطاء باسي.

د مسلمانانو لپاره ارحم الراحمین ذات الله جل جلاله د اسلام دین غوره کړی ده، او دا یې یو پاک سپیڅلی پوره او کامل قانون بللی ده نو څوک چې ددې قانون پرضد بل هر قانون باندې عمل شروع کړي ګمراه او کافر بلل کیږي.

د اسلام د مبارک او سپیڅلي قانون له راتللو سره د الله جل جلاله له لوري مخکینې رالیږل شوي قوانین هم ټول منسوخ شوي چې هغه اسماني کتابونه او الهي دینونه وو.

د اسلامي دین له راتللو وروسته که د اسلام پر ځای څوک د هغو منسوخ شویو الهي ادیانو تابعداري وکړي چې الله جل جلاله د اسلام له راتللو مخکې نازل کړي دي، او د اسلام دین پریږدي نو هم دا خلک کافر بلل کیږي ، لکه یهود او نصاری چې تورات او انجیل باندې یې ایمان لرلو خو د اسلام د مبارک دین په نه قبولولو سره په خپل موجود دین کې کافران وبلل شول،

هرکله چې د اسلامي دین او قانون په مقابله کې ټول منسوخ شوي الهي دینونه ناقابل قبول دي او د اسلام پر ځای په هغو عمل کفر بلل شوی نو په دیمکراسي او د شیطان په لاس جوړ شوي قانون منلو باندې څنګه یو انسان ځانته د مسلمان فکر کوي؟

الله جل جلاله په قران کریم کې صراحتا ویلي ( ومن یبتغ غیرالاسلام دینا فلن یقبل منه )چا چې د اسلام له دین څخه بیغیر بل دین او قانون ومنلو هیڅکله به ترې قبول نشي.

نو مسلمانان باید د خپلې عقیدې د حفاظت په خاطر له اسلام څخه بیغیر بل هر قانون ته د کفر او نفرت په سترګه وګوري او په اسلامي دین باندې زیات شکر وباسي چې الله جل جلاله ورته نصیب کړی ده.

د کفارو په کفري قوانینو باید غلط نشي او نه د هغو تش په نوم مسلمانانو او علماء سوء او درباریانو په منافقانه وعظونو غلط شي چې شین کفر دیمکراسي ورته ازاد او د خیر ښیګڼې قانون معرفي کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

د نن ټکي اسیا پاڼې نشروونکو څخه هیله کیژي چې دا علم د هیواد داخل افغانانو ته هم ورسوي
ځکه چې داخل د هیواد افغانانو NET ته داسې په اسانه لاس رسي نکیژي په لوړه بیه تمامیژي او که د چا لاس رسی کیژي
هغوۍ google نه استعمالوی

زما په فکر د دې کتابونه جوړ شوي وﺉ بده به نه وه