ښځه هم بايد د لوړ همت څښتنه وي

له عربي سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه او لنډون

نېکه او صالحه ښځه ښايي د لوړ همت څښتنه وي. دغسي ښځه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه هدايت او لارښوونه ترلاسه کوي او د سترو مسلمانو ښځو کړه وړه او لوړ همت خپل د لاري مشال او مثال ټاکي، څو نه د دنيا پر خوندونو او زرق وبرق عاشقه سي او نه سستۍ او عجز ته تمايل وښيي.

دلته موږ د خپلو درنو، پتمنو او صالحو خوندو لپاره د همت د لوړېدو او له سستۍ او عجز څخه د ژغورني مهم اسباب په ګوټه کوو:

۱. علم او بصيرت:

کله چي د مسلماني ښځي علم او پوهه زياته سي له لوی څښتن څخه د خپلو هيلو او مرادونو تر لاسه کولو په لارو چارو پوه سي او د همت په کچه کي يې لوړتيا راسي. خو ناپوهه او جاهله ښځه به چي له خپل دين څخه سمه پوهه نه ترلاسه کوي څنګه خپل همت پياوړی کړی او لوړو پوړيو ته به ارتقا ورکړي؟

دا علم دی چي د انسان همت لوړوي او ترلاسه کوونکی يې د نورو د تقليد له کندو څخه را باسي او په نيت کي يې روښنايي او صفايي راولي. علم دی چي څښتن ته يې د کړنو او اعمالو د مراتبو په هکله پوهه او فقاهت بخښي او انسان له چټي او بې ګټي خبرو او کج بحثيو او مناقشو څخه راګرځوي ، کومي چي انسان د لوی څښتن د عبادت پر ځای په نورو چارو، لکه زيات خورک، تر اندازې زيات خوب او ډېرو خبرو په عادت اخته کوي.

۲. د آخرت د ثواب غوښتل او د مړيني نه هېرول:

له هغو چارو او بوختياوو څخه چي د مسلماني ښځي هوډ او ټکل را ټيټوي په دنيوي چارو تر حد زياته بوختيا، له آخرت څخه مخ اړول او د لوی څښتن سبحانه سره د مخامخ کېدو هېرول دي. نو د دې لپاره چي مسلمانه ښځه په خپل همت سره د لوی څښتن پر لور پر مخ ولاړه سي، ورته ښايي چي خپلي ټولي موخي، فکرونه او اندېښنې يوه موخه او يو فکر وګرځوي، چي هغه د آخرت اراده او فکر دی، يعني د هغې دنيا د سمېدو او ثواب غوښتن دي . دا هغه څه دي چي پر بنسټ يې په ژوندانه کي د دې پاملرني جوړښت مومي او د دې ټول کړه وړه، بلکي ټول ژوند يې پر عياريږي، لکه لوی څښتن سبحانه چي فرمايي: ﴿ وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا ﴾ [الإسراء: 19].

ژباړه: او څوک چي (د ښو کړنو په تر سره کولو سره) د آخرت ثواب غواړي او د هغه لپاره داسي هلي ځلي وکړي چي ورته په کار دي (چي د ريا او په خلکو کي د شهرت لپاره نه وي)، په داسي حال کي چي هغه مومن وي (پر هغو يې ايمان راوړی وي چي الله ايمان پر واجب کړی دی). نو هلي ځلي يې (د الله په وړاندي) منلي (مقبولي) دي، (بشپړ قدر به يې وسي او بدلې به يې ورکړه سي).

همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«مَنْ كَانَتِ الآخِرَةُ هَمَّهُ جَعَلَ اللَّهُ غِنَاهُ فِي قَلْبِهِ وَجَمَعَ لَهُ شَمْلَهُ، وَأَتَتْهُ الدُّنْيَا وَهِيَ رَاغِمَةٌ، وَمَنْ كَانَتِ الدُّنْيَا هَمَّهُ جَعَلَ اللَّهُ فَقْرَهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ، وَفَرَّقَ عَلَيْهِ شَمْلَهُ، وَلَمْ يَأْتِهِ مِنَ الدُّنْيَا إِلَّا مَا قُدِّرَ لَهُ» (سنن الترمذي، 2465 شمېره حديث او دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني صحيح بللی دی).

ژباړه: د چا چي موخه او نيت هغه دنيا وي، لوی څښتن سبحانه يې زړه ور موړ(غني) کړي، ټولي چاري يې ورسمي کړي او دنيا په داسي حال کي ورسي چي تر ولکې لاندي يې وي. او د چا چي موخه دنيا وي، نو فقر يې ور ملګری کړي، ټولي چاري يې ورګډي وډي کړي او له دنيا څخه له هغه څه پرته چي ورته ليکي او ټاکلي يې وي بل څه نه ورکوي. (يعني چاته چي له روزۍ څخه کوم څه د هغه په تقدير کي ليکلي وي هغه ورکوي، خو چا چي د آخرت د ثواب او بدلې غوښتنه وکړه بې له ستونزو يې ورکوي او څوک چی دنيا وغواړي په کړاوونو سختيو ګاللو يې ورکوي).

همداراز د دې لپاره چي مسلمانه ښځه په خپل همت سره د لوی څښتن پر لور وړاندي ولاړه سي ورته په کار ده چي مړينه ډېره، ډېره ياده کړي او هېره يې نه کړي، ځکه د مړيني يادول مسلمان ښو کړنو، د دې غولوونکي دنيا په اړه نه پاملرني، د ځان سره محاسبې، د توبې په پلاوو پلاوو نوي کولو او پر استقامت باندي د هوډ او تکل لا ټينګولو ته هڅوي.

۳. له لوی څښتن سبحانه څخه د لوړ همت ډېر، ډېر غوښتل:

د لوړ همت له لاملونو څخه د دغه لامل ارزښت او اهميت ته بايد په کمه سترګه ونه کتل سي او له لوی څښتن څخه د لوړ همت غوښتنه هيڅ پرې نه ښوول سي. قرآن کريم موږ ته فرمايي: ﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ﴾[غافر: ۴۰: ۶۰].
ژباړه: او (ای خلکو!) ستاسي پالونکي څښتن فرمايلي دي چي: يوازي ماته دعا وکړئ (او په عبادت سره ما ځانګړی کړئ)، چي زه مو دعا قبوله کړم (، تر ګناهونو مو درتېر سم او لورينه درباندي وکړم).

له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسي جامع دعاوي چي هره کلمه يې د لوړ همت غوښتلو څخه استازيتوب کوي بېخي ډېري روايت سوي دي ، موږ به يې دلته يوه ډېره ښکلې بېلګه را واخلو: «اللَّهُمَّ إنِّي أعوذُ بِكَ مِنَ الهمِّ والحَزَنِ ، والعَجزِ والكسَلِ ، والجُبنِ والبُخلِ ، وضَلَعِ الدَّينِ ، وغَلبةِ الرِّجالِ»

ژباړه: ای لويه څښتنه ! زه ماته د بدو پېښو له پېښېدو، له وير، له عجز، سستۍ، ډارنتوب، بخل، تر پورونو لاندي کېدو او د خلکو تر ولکې لاندي را تلو څخه په تا سره پناه غواړم.

۴. له حوصلې او همت ټيټوونکي چاپېريال څخه بل ځای ته تلل:

چاپېريال پر انسان باندي ستر اغېز لري. نو چي چاپېريال ناهيلي کوونکی او زړه ماتوونکی وي او انسان سستۍ او په ټيټتيا قانع کولو ته ور بولي، بيا نارينه او ښځي دواړو ته لازمه ده چي له دغسي بې همته ځای څخه داسي ځای ته ولاړ سي چي د همت د لوړوالي سره يې مرسته کوي، څو د همت ټيټوونکي ځای له ولکې او اغېز څخه آزاد اوسي او لوړو چارو او کړنو ته د فرصتونو نېکمرغۍ يې په برخه سي. البته په هغه هيواد کي اوسېدل چي د شرک، کفر، د نصاراوو د دين او داسي نورو پیروي پکښي کيږي اوسېدل جواز نه لري، دغه اوسېدل د کار او سوداګرۍ لپاره وي او که د زده کړو او نورو لپاره وي. لوی څښتن فرمايي: ﴿ إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (97) إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا (98) فَأُولَئِكَ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا (99)﴾[النساء: ۹۷ – ۹۹].

ژباړه: کومو خلکو چي (په دارالکفر کي په اوسېدلو او د هجرت په پرېښوولو) پر خپلو ځانونو ظلم کړى وي. هغه ملايکي چي د هغو د سا اخيستلو لپاره ورغلي وي (د دوى د ترټني او توبيخ لپاره) ورته ووايي چي” تاسي ستاسي د دين په چارو کي په څه حال کي واست (او چيري) واست ؟“ هغوى ورته ووايي چي ”موږ (زموږ په ځمکه کي) بې وسه او (د ظلم له دفعي او د دين له اقامې څخه) عاجزه وو“. نو ملايکي پوښتنه ځني وکړي: ”آيا د الله ځمکه پراخه نه وه (چي تاسي له خپله ځايه بل ځاى ته) مهاجرت پکښي کړى واى، (څو مو دين په امان کي سوى واى؟) “ . ځکه نو د دغسي وګړو استوګنځى جهنم دوږخ دى او هغه ډېر بد ځاى دى.

البته هغه (رشتياني) بې وسه، نارينه، ښځي او کوچنيان (له دې انجام څخه مستثنا دي) چي (اسلامي سيمو ته د هجرت او د ظلم د دفعي) کوم تدبير (او بندوبست) نه سي کولاى او نه (د وتلو) کومه لار (قدرت او لګښتونه) موندلاى سي.

نو (څنګه چي دغو بې وسانو د هجرت او له ځانه د ظلم د دفعي وس نه درلود معذور باله سي او) هيله ده چي الله يې معاف کړي.(ځکه چي الله د دوى د چارو په حقيقت پوه دى) الله (خپلو بنده ګانو ته چي په کومه ګناه اخته کيږي) ډېر عفو کوونکى دى او (د توبه کوونکو بنده ګانو د ګنهونو) ډېر بخښونکى دى.

همداراز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: «أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ المُشْرِكِينَ» . دغه حديث په أبو داود کي په 2645 شمېره او په ترمذي کي په 1604 شمېره راغلی دی، حديث پوهانو صحيح بللی دی او ژباړه يې داده: زه له هر هغه مسلمان څخه بېزاره يم چي د مشرکانو په منځ کي اوسيږي.

۵. صبر او مصابره کول:

صبر: يعني په شجاعت سره د کړاوونو او ناخوالو زغمل.

مصابره: يعني د صبر او زغم په ډګر کي ټينګار او مقاومت.

د علم، عبادت، د الله لور ته د بلني، د ټولني او بې وزلو خلکو د خواروونکو فجايعو، لکه فساد، فحشا، ظلم او کفر پر ضد د مبارزې او جهاد لار زښته زياته اغزنه او له ستونزو او کړاوونو ډکه ده او پر دې دنيا يې تحفې او بدلې بې له بخولو او مشقتونو بل څه نه دي، د لوی څښتن سبحانه وينا ده: ﴿أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (2) ﴾ [العنکبوت:۱].

ژباړه: آيا خلکو ګومان کړی دی چي دوی به د دوی په دې ويلو سره چي:” موږ (پر الله باندي) ايمان راوړی دی“ پرېښوول سي او وبه نه ازمايل سي (او د دوی د ايمان حقيقت به معلوم نه سي) ؟ (نه، خبره داسي نه ده، لکه دوی چي ګڼلې ده).

څنګه چي پر لار باندي په سم او ثابت تللو او له ښويېدو، انحراف، تلوار او ستړيا څخه د انسان په ساتلو کي صبر ستر اغېز لري، په قرآن کريم کي ډېر داسي آيتونه را غلي دي چي د صبر ارزښت څرګندوي، سپارښتنه يې کوي او مسلمانان ور ته هڅوي. د بېلګې په توګه دې آيت ته پام وکړئ: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (200)﴾ [آل عمران : ۲۰۰].

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ! (د خپل پالونکي پر طاعت، د شریعت پر تکالیفو او د ستونزو او سختيو په مقابل کي) صبر کوئ، د باطل پالو په مقابل کي (تر دې اندازې) مېړانه (او ثابت قدمي) وښياست (چي تر تاسي بل ښه صبر کوونکي نه وي او تر دوی زیات صبر کوونکي سئ) او زما او خپل دښمن د جهاد لپاره ملا ټينګه وتړئ او له الله څخه (په ټولو احوالو کي د هغه د اوامرو په ترسره کولو او له هغو چارو څخه چي منع کړي يې دي په ډډه کولو سره) وبېرېږئ، په دې هيله چي (د الله د رضا په تر لاسه کولو سره په دنيا او آخرت کي) برى درپه برخه سي.

۶. د همت د څښتنانو سره ناسته ولاړه کول او د هغو ژوندليکونه کتل:

هغه څه چي د مسلماني ښځي همت لوړوي په عبادت، علم او عمل کي د زيار ايستونکي مسلماني ښځي سره د هغې ناسته ولاړه او ملګرتيا ده. څو د هغې اقوالو او افعالو ته وګوري او په هغې پسي اقتدا وکړي.

د لوړو همتونو د خاوندو ښځو ملګرتيا او مجلس لوړ همت ته د رسېدو ډېره ښه لار بلل سوې ده. همداراز د پخوانيو نارينه او ښځينه سترو عالمانو د ژوندليکونو او کتابونو مطالعه کول لوړ همت ته د ارتقا لپاره ډېر ښه او غوره وسايل دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ، وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ، كَحَامِلِ الْمِسْكِ، وَنَافِخِ الْكِيرِ، فَحَامِلُ الْمِسْكِ: إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ، وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ، وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً، وَنَافِخُ الْكِيرِ: إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ، وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً» مسلم 146 – (2628) شمېره حديث.

ژباړه: د ښه همنشين او بد همنشين مثال د مشکو د پلورونکي او پښ دی. د مشکو پلورونکی به يا وړيا مشک درکړي او يا به يې ځني وپلورې او يا به يې د مشکو ښه بوی در باندي ولګيږي. خو پښ به دي يا کالي در وسوځي او يا به يې د اوسپني د ويلېدو او کلکېدو بد بوی درباندي ولګيږي.

۷. د لویي موخي ټاکل :

پر دې نړۍ د لوی څښتن جل جلاله تر رضا او جنت ته تر رسېدو بله ستره موخه نسته. نو هر څومره چي د انسان موخه لويه وي، هغې ته د رسېدو لپاره يې هلي ځلي هم زياتي وي. خو زياتره ښکاري چي ډېرد عجز په ناروغي اخته خلک په ژوند کي هيڅ هدف نه لري او يا يې ځانونو ته ډېر کوچني او بې ارزښته هدفونه ټاکلي وي، اما اکثره لوی عالمان او پوهان بيا ليدل کيږي چي ځانونو ته يې ډېري لويي موخي ټاکلي وي او هغو ته د رسېدو لپاره کوښښونه او هلي ځلي کوي، چي کله خپلو موخو ته ورسيږي او کله هم ور و نه رسيږي، خو چي هدف ته ورسيږي دا نو بيا لوی بری وي.

نو هغو خپل ځان عاجز ګڼونکو کسانو ته چي تر اوسه يې خپل ځان ته کومه موخه نه ده ټاکلې لازمه ده چي خپله دا تشه له ځانه ليري کړي، ځان ته يو ستر هدف وټاکي او هغه ته د رسېدو لپاره لازمي او وړ هلي ځلي وکړي.

که تاسي ځان ته يو هدف وټاکئ او هغه ته د رسېدو لپاره هلي ځلي پرلاره واچوئ، نو تاسي ته به يې د الله په اذن دا درې ګټي ورسيږي:

(الف) پر هغه دنيا به لويي درجې درته درکړه سي.

( ب ) پر سمه کړنلار به ثابت قدمه روان اوسئ.

( جـ ) تر مړيني وروسته به مو خلک ښه وايي او دا ښه ويل به د دې لامل سي چي ښه خلک دعاوی در ته وکړي او له لويه څښتنه بخښنه در ته وغواړي.

ابراهيم عليه السلام به دعا کول: ﴿ وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ ﴾ [الشعراء: ۸۴].
ژباړه: او ای زما پالونکې! ماته په هغو توکمونو کي چي ترما وروسته راځي، ماته په ښو يادونه او په نېک نامه بلنه او ستاينه را په برخه کړه.

البته که مو خپل ټاکلي هدف ته ورسېږئ او دا هدف مو ډېر لوی ټاکلی وي بيا خونو دا لوی برياليتوب دی. پای

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

محترم استاد همت صاحب په ګوتو د برکت شه. له تاسو لیکنو مو ډیر څه زده کړل.

هدی
میلمه
هدی

محترم او د قدر وړ استاده ! خدای تعالی مو راته ژوندی لره ، ډېره مننه د ګټور مضمون څخه مو. حقیقت دادی چي د لوړ همت څښتنه د نارینه د همت په لوړولو کي لا ډېره ونډه لري.

تکامل شمس
میلمه
تکامل شمس

په زړه پورې ليکنه وه مننه