افغانستان

ولسمشر غني د ولسي جرګې د جنجال د حل لپاره «۲» ورځې وخت ټاکلی

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د پارلمان د رئیس په سر د راولاړ شوي جنجال د حل لپاره ولسي جرګې ته ۲ ورځې وخت ورکړی.

د «يک تلویزون» د راپور په بنسټ؛ ولسمشر غني د ولسی جرګې د ریاست د ستونزې د حل لپاره دوې ورځې وخت وړاندې کړی او له سترې محکمې یې غوښتي څو د یاد جنجال دپای ته رسولو په موخه همکاري وکړي.

راپور زیاتوي « په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، سترې محکمې، اجرائیه ریاست او د ولسي جرګې ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارل شوې څو یاد جنجال د دوو ورځو دننه حل کړي».

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر « فاروق وردګ» وویل « ولسمشر د پارلمان د شخړې په تړاو بې تفاوته پاتې کیدای نه شي نو ځکه یې د یاد جنجال حل غوښتی او که چېرې دا کار ونشي موضوع به سترې محکمې ته وړاندې شي».

که څه هم سترې محکمې د یادې موضوع په اړه څه نه دي ویلي خو د ولسي جرګې یو شمېر استازي وايي « ستره محکمه د ولسي جرګې په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري».

د پارلمان شخړه د خوست ولایت د استازي «کمال ناصر اصولي» او «میر رحمان رحماني» تر منځ د یوې رایې د تقلب له امله رامنځ ته شوه چې د وهلو ټکولو او په پارلمان کې د فزیکي او لفظي شخړو سره، سره د یوې میاشتې په وتو لا هم نه ده حل شوې.

د ولسي جرګې نننۍ ناسته هم د ۲۰۰ استازو د نشتون له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دوی دی الله پاک و شرموی دونیا ته یی وشرمولو. شه استاذی استثنا دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x