طالبان: امریکا بايد د خپلو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو ويلي، چې امریکا بايد له افغانستانه د خپلو پوځيانو د بشپړ وتلو مهالوېش اعلان کړي او د افغانستان بحران له سوله‌ييزې لارې حل کړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، چې امریکا بايد د افغانستان بحران د سياسي حل لپاره له افغانستانه د خپلو پوځيانو د بشپړ وتلو مهالوېش اعلان کړي.

سهيل شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې به يو ځل بيا د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو پيل شي.

ښاغلی شاهين هيله‌من دی، چې د خبرو اووم پړاو کې به له امریکا سره يوې هوکړې ته ورسيږي او روان بحران به پای ته ورسيږي.

سهيل شاهين زياتوي: «پنډوسکی د امریکا په پښو کې دی، چې د روان بحران د پای ته رسولو لپاره د بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش وټاکي او د افغانستان روانه کشاله له سوله‌ ييزې لارې پای ته ورسوي.»

د قطر دفتر وياند وايي، کله، چې امریکا د خپلو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي، دوی به يې په مقابل کې امریکا ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د شپږمې ناستې پر مهال ټينګار کړی و، چې د بهرنيو پوځيانو د وتلو، د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارولو سربېره د اوربند او افغان حکومت سره د مذاکراتو خبرې نهايي شي او ټينګار يې کړی و، که طالبان دا څلور واړه غوښتنې ونه مني، ټولې خبرې به بې پایلې وي، خو طالبانو ټينګار کړی و، چې لومړی بايد لومړني دوه موضوعات پای ته ورسيږي او ورپسې نورو موضوعاتو ته داخل شي.

خو دا ځل، چې زلمی خلیلزاد د تېر په ۳۱مه يو ځل بيا د سيمې هېوادونو سفر پيل کړ، په خپل  ټويټر پيغام کې  يې وويل، چې طالبانو سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو او افغان خاوره د بل چا پر ضد نه کارولو موضوع نهايي کوي.

امریکا او طالبان دواړه هيله‌ من دي، چې د قطر خبرو په اووم پړاو کې به يوې هوکړې ته ورسيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
7 د تبصرو شمېر
9 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

آیا تاسو په دومره مزاکراتو کی ورته ونویل چی خپل د وتلو مهالویش اعلان کړی چی اوس وایی باید یی اعلان کړی.اعلانول یی کوم ساده کار ندی. ټول وایی چی باید یی اعلان کړی خو ستاسو مزاکرات د څه لپاره ول؟

عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

د افغانستان استازو علماء کرامو ویډیویی مرکی له رسنیو او خلکو سره په مختلفو ژبو به د اشعال مسالی ته لا وضاحت ورکړی حقیقت به څرګند شی او د خلکو شکونه او تهمتونه به ختم کړی دماغ به ور خلاص کړی د اشعال خاتمه کی به موثره مرسته وکړی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
امریکا د خپل هیواد له خوا افغان نسله امریکایی خلیلزاد د دی لپاره تعین کړی تر څو په فصیح افغانی ژبو طالیبان له امریکایی استاځی سره خبری وکړی.
طالیبان فکر کوم دیپلوماسی .او سیاست کی ډیره غټه ستونزه لرلو سره سره د ژب پوهنه کی هم ستونزه لری.
کنه څرنګه کیدای شی چه بعد د اوه پړو خبرو روسته طالیب اوس د میډیا له خو امریکا ته وایی چه د وتلو نیټه د تعین کړه؟
او که کومه بله خبره ده؟

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

گوری د سولی پروژه د طالبانو پر ضد یوه لویه دسیسه ده چی امریکیان د سولی له لاری غواڔی خپل نامقدس اهدافوته نایل شی. د سولی پروژه او د داعش پروزه په همزمان کی او بیا په موازی توگه جگڔه هم په خپل نوبت سره شدت پیدا کول دا ټول هغه نښی او نښانی دی چی شکاری امریکیان خپل څانڴڔی اهداف لری او تر ځانگڔو شرایطو لاندی سوله غواڔی چی هغه په حقیت کی د تسلیمی سوله ده. خلیل زاد ویلی دی چی Nothing is agreed until everything is agreed. دا پدی معنا ده چی لمڔی د طالبانو او د… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

زه هم اوس په سوله شک لرم ! امریکا اوس داعش ایجاد که او اپړې دوپړېیې یې شروع کړې دي دولت هم اوس له داعش سره مرسته کوي او داعش اوس د امریکې نوی پلان دی چې دروسې څنګ ته جنګ شروع شي او روسیه مداخله وکړي لکه په سوریه کې !!

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښه وخت.
پتنګ ته،
روسیه سره د افغان ولس زوړ حساب کتاب شته.اوس د معمولی حساب کتاب لپاره دوه شیان یعنی تریاک او داعش روسیه ته ورلیږو.
په تریاکو یی مغزه خرابه وو.او په داعش روسیه لوټی لوټی کوو.لکه زما ملک یی چه لوټی لوټی کړ.
ته په جرمن کی قرار کینه،منیاری خرڅوه،او د روسیه سیلونه کوه

مجاهد
میلمه
مجاهد

شینواری صاحب ، ستاسی خبره سمه ده، مګر پشتو کی یو متل دی وایی د سلو کالو وران کور په سلو کالو کی نه سمیږی، طالبانو جبرا د امریکایانو د سولی اففر ومنلو ، الله ج فرمایی ، کفارو او په ځانګړی ډول اشغګلرو کفارو ته د روغی جوړی لاس مه اوږدوی ( د هغو مورال لوړ او ستاسی مورال ښکته کوی ) خو که کفارو د روغی جوړی وړاندیز وکړو په پوره احتیاط به ورسره روغه جوړه پیلوی ( کفار به روغه جوړه کی هغه تر لاسه کوی چه په جنګ کی یی نه شوی ترلاسه کولی ) .… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

مجاهد ته.
دا چه تا لیکلی چه د جنګ ډیر تاوان امریکا ته رسیږی ،دا تحلیل د غلط دی.
جنګ افغانستان تباه کړ.امریکا مزی کوی.
امریکا فقط ډالر ویشی،تاته هم انګریز پونډونه درکوی.او تا هم لندن ته همدا پونډونو لپاره پناه وروړه.
زما د سټی کنډو جلغوزی ونی جنګ د لاسه وچی شوی.په میلیونو افغانان تباه شول اوته وایی چه جنګ تاوان امریکا ته رسیږی؟

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

سلام مجاهد صیب. زه دا منم چی زمونږ جهاد پر معنوایاتو باندی ولاڔه ده او کفار د مادیاتو په هڅه کی دی خو سوال دا دی چی امریکیان اصلا سولی ته ژمن نه دی او غواڔی چی د سترنج د لوبی په شکل خپل استرتژی ته دوام ورکڔی. د افغانستان سوله د نڔی نوری قضیو پوری اڔه لری او امریکیان غواڔی چی د افغانستان قضیه د یوکراین او د تایوان او یا د سوری او نورو قضیو پوری وتڔی او تر څو یوه قضیه د بلی قضیی قربانی کڔی. نو په حقیقت کی دا یوه نڔیواله اولمپیک شکله لوبه ده… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په خیرونو په خیرونو.
شینواری ته.
دا چه تا لیکلی چه ملت د د ځان د دفاع لپاره څه تجویز ونیسی.دا خبره د بیلکل غلطه ده.
ملت د لوږی تندی ،بیکاری،بی کوری تجویز ونیسی اوکه د ځانونو د دفاع؟
ملت د الله ج په کور کی په جومات کی هم په امن نه دی.ملت به په تشو لاسونو د ایټمی قوتونو (پاکستان او امریکا)غلامانو څخه ځانونه څنګه بچ کړی؟
عجیبه دلیل منطق لیکی؟
طالیب او که دولت سره د ملت غم وی،باید سوله لپاره په خپله لارو کی نرمښت راوالی

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

شیینواری صاحب.
دا چه تا لیکلی چه ملت باید اګاه شی.نو زه ولسی سړی یم درته لیکم چه،موږ ملت داسی اګاه یوو چه.
اول غټ دښمن مو طالیب دی ،بیا ورپسی،دولت ،دریم ورپسی پاکستان،څلورم امریکا.ځکه چه امریکا طالیبانو او القاعده راوستله
نو ولس هم له امریکا او هم له طالیب او هم له دولت څخه ځانونه ساتی.
پاکستان خو نر دښمن افرین یی.

pattang
میلمه
pattang

نو منګله چې داسې دی نو ولي اولسي قیام نکوۍ ؟؟ تاسو خو سپېره مخونه نیولي او پټه خوله بیله حرکته ناست یاست او ددالرو په چرت کې یاست !! نو چې ټول بد شول نو داښه به څوک وي ؟؟ ایاخسي شوی اوزکړی ؟ څه چې لیکې له مغزو یې باسه نه له خپلې ګېډې څخه !!!

اجمل
میلمه
اجمل

اول خو مجاهدین صاحبان ول، بیا یی هغوی ښه بدنامه کړل ورپسی بابر او سمیع الحق صیب طالبان را منځ ته کړل خو هوښیار دښمن پوهیږی چی له طالبانو نه هم څه نراوځی نو پر داعیش باندی یی کار روان کړ. پدی هم غوږونه خلاص کړی چی له داعیش نه ورسته به هم یو تحریک د داعیش له منڅه وړلو لپاره جوړیږی. د الله په خاطر لږ هوښیار شی تاسو نه خو هغه شعیه ګان په ولله ډیر هوښیار ول، اولادونه خپل یی ټول باسواده کړل، په خپلو ساحو کی یی امن راوستی ښځی او نارینه یی درس وایی. تاسو… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

انجنیر بختوره ستا د دښمنی درجه بندی په شخصی مصلحتونو بنا ده،،، که مو همدا عقیده وی او مرګ مو میلمه شي نو د ایریل شارون په شان به ساه ورکوې. طالبان مو ځکه لومړی دښمن یاد کړی چې ستا جیب ته هیڅ نه اچوي بلکه داسې یوه سوله راولي چې د مفتې او رشوت پر ځای باید خولې تویې کړې او ژوند وکړې،،، پاکستان مو درهمه درجه دښمن دی ځکه تر ډالرو د مخه مو روزنه او د وجود نشو نما په پاکستاني راشنونو شوې،،، امریکا مو وروستی درجه دښمن ځکه دی چې په ډالرو یې پړسولی یې اوس… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

ملت خو د خدای کور کی هم ستا د انتحاریانو نه په امن کی ندی نو تجویز به څنګه ونیسی. ملت مو برابر کړی هم تاسو او هم امریکایانو. ته خو بالکل بوتل یی.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

سلامونه محترم منگل صیب او پښتین صیب او ٹولو گرانو افغانانو ورونو ته. زما تحلیل او برداشت دا دی تر څو چی د بهرنی اشغالگرو موجودیت په گران افغانستان کی حل او فصل نه شی نو سوله به تر هر ممکنه وسی پوری ناشونی بریښی او هر تب او تلاش به مو پایلی ونه لری. نو راځی چی پر همدی فورمولا باندی موافقه وکڕو چی د خارجیانو پر ایستلو باندی اتفاق نظر شو او په یو اواز سره د اشغال مخالفت وکڔو او په راتلونکی کی پر ملی گټو باند یو موټی شو او د سلیقوی برخوردونو څخه تیر شو… نور لوستل »