ورزش

د منځني توپوهونکو ناکامې؛ افغان لوبډلې نیوزیلنډ ته «۱۷۳» منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې ستونزمنې افغان توپوهنې نیوزیلنډ لوبډلې ته یوازې د «۱۷۳» منډو هدف وټاکه.

د کرېکټ نړیوال جام په دیارلسمه سیالۍ کې کین ویلیمسن پچه وګټله او ګلبدین نائب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې یو وار بیا د افغان لوبډلې منځني یا مډل آرډر توپوهونکي په بشپړ ډول ناکام شول.

افغان لوبډلې د حضرت ځاځي او نور علي ځدران په مرسته ښه پېل وکړ، که څه هم ځاځي په هر توپ د شاټ وهلو کوښښ کاوه او څو کیچونه یې وغورځېدل خو په پای کې د ۳۴ منډو په جوړولو ویکټ له لاسه ورکړه.

یومهال افغان لوبډلې په لس اورونو کې ۶۵ منډې جوړې کړې وې او یوه ویکټه یې هم له لاسه نه وه ورکړې، په ۶۶ منډو یې درې پرلپسې ویکټې او په ۷۰ منډو یې ۴ ویکټې له لاسه ورکړې، له دې وروسته محمد نبي په ۱۰۵ منډو او نجیب ځدران په ۱۰۹ منډو کې وسوځېد.

په ۱۳۰ منډو اکرام عیلخېل، په ۱۳۱ منډو راشد خان، په ۱۴۷ منډو افتاب عالم او په پای کې په ۱۷۲ منډو بالاخره حشمت شهیدي په ۴۲م اور کې خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

حضرت ځاځي ۳۴، نور علي ۳۱، رحمت شاه صفر، حشمت شهیدي ۵۹، نائب ۴، محمد نبي ۹، نجیب ۴، اکرام عیلخېل ۲، راشد خان صفر، افتاب عالم ۱۴ او حمید حسن ۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ لخوا جیمز نیشم ۵، لوکي فرګوسن ۴ او کولن ګرانډهومې یوه ویکټه واخیستله.

په ځواب کې د مارټن کپټل او کولن مونرو توپوهنه پېل کړه خو د لوبې په لومړي توپ افتاب عالم د مارټن ګپټل ویکټه واخیسته، اوسمهال په ۴ اورونو کې نیوزیلنډ د یوې ویکټې په سوځېدلو ۲۶ منډې جوړې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x