افغانستان

سعودي چارواکی: امریکا د اسامه جسد له دې وېرې چې مزار ورباندې جوړ نشي سیند ته وغورځاوه

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان د څارګرې ادارې مشر « شهزاده ترکي الفیصل» وايي، امریکا ځکه د اسامه جسد اوبو ته وغورځاوه چې ویره یې درلوده، مزار به ورباندې جوړ شي او خلګ به یې زیارت ته ور درومي.

الفیصل چې له «العربیه» تلویزون سره یې خبرې کولې وویل « موږ ډېره هڅه وکړه څو ملا عمر قانع کړو چې اسامه موږ ته راوسپاري خو نوموړي سره له دې چې موږ ورته د راتلونکو ستونزو په تړاو مالومات ورکړل خو نوموړی زموږ غوښتنه ونه منله هماغه وو چې وروسته موږ له طالبانو سره اړیکې وشلولې».

الفیصل زیاته کړه « اسامه عجیب ژوند درلود همېشه یې د اوسېدلو ځای بدلاوه خو سعودي یې له دې سره، سره کورنۍ ته اجازه ورکوله څو د نوموړي لیدو ته ورشي».

د الفیصل په خبره، امریکا غوښتل نوموړی ژوندی ونیسي خو کله چې هغوی دده کور ته ورغلل اسامه په وسلو سمبال وو نو ځکه یې نیول امریکايي ځواکونو ته ستونزمن وبرېښېدل او نوموړی یې وواژه.

اسامه بن لادن د القاعده نړیوالې جهادي شبکې مشر وو چې، د امریکا د سپتمبر د ۱۱مې د خونړیو پېښو تور ورباندې وو.

نوموړی د امریکا متحده ایالاتو نهايي مطلوب شخص وو چې په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان په ابېټ اباد ښار کې ووژل شو او د امریکايي ځواکونو له قوله «جسد» یې اوبو ته وغورځول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x