ورزش

د جنسي ځورونې تور؛ د فوټبال فدراسیون پر «پخواني مشر» د ټول عمر بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د فوټبال نړیوال فدارسیون «فیفا» د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم د «جنسي ځورونو» په تور د ټول عمر بندیز ولګاوه.

کرام الدین کریم چې پنځه کاله یې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشري وکړه، د جنسي ځورونو په تور لومړی له دندې ګوښه، یو ملیون ډالر جریمه او اوس پرې د فوټبال په ملي او نړیواله کچه پر هر ډول فعالیت کولو د ټول عمر بندیز ولګید.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر په ۲۰۱۸م کال کې د یو شمېر ښځينه لوبغاړو له خوا په جنسي ځورونه تورن شوی و.

د یو شمېر ښځینه لوبغاړو لخوا پر نوموړي تور و چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸م کلونو ترمنځ دوره کې یې دوی په پرلپسې توګه جنسي ځورولي دي.

د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې دغه قضیه د ځینو افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو لخوا رابرسیره شوه چې هغه مهال د فوټبال نړیوال فدراسیون د نوموړي په شمول د پنځه چارواکو دندې ځنډولې وې.

د همدې تورونو په لړ کې د افغانستان سترې محکمې د فوټبال فدراسیون څلور لوړپوړي چارواکي او یو کاروونکی له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړل.

د افغان فوټبال ځینو ښځينه لوبغاړو او چارواکو په لومړي سر کې دغه تورونه بې بنسټه بللي وو او ادعا یې کړې وه چې تورونه د اسلامي پوښښ د اجباري کیدو له امله مطرح شوي دي.

خو د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې چې په دې لړ کې یې کافي تجربه درلوده رسنیو ته ویلي وو چې د فدراسیون مشر او نورو چارواکو ښځینه لوبغاړې په اسانۍ ځورولې، نوموړې زیاته کړې:

«د فوټبال فدراسیون کارکونکو او روزونکو په ډېره اسانۍ کولای شول چې نجونې وځوروي، له نجونو به یې ناوړه غوښتنې کولې، غوښتل یې له نجونو سره همبستر شي».

یاده دې وي چې هغه مهال د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې بنسټیز ملاتړ کونکي شرکت «هومل» د چارواکو له قوله ویلي وو، چې دغه شرکت سمدستي خپل ملاتړ ځنډولی او غوښتنه یې کړې چې ددې فدراسیون لپاره دې نوی مشر وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی !!!!!!!!! د ارګ په جنسی ځورنو چه د بیبی ګل او غنی په رهبری او نظر لاندی ترسره کیږی او د غنی او تش به نامه امنیت شوری له خوا د اسنادو سره یی څرګندونی کیږی ، د دی په ځای چه غنی او بیبی ګل له دندی لیری ، په میلونو ډالر جریمه او د عدالیی وزارت یا لوی څارنوالی له خوا ممنوع الحروج اعلان شی خپله هماغه جنرال احمدزی چه اسناذ هم لری د څارنوالی له خوا بازداشت او هغه بله د وردګی به نوم میرمن چه هغه هم د غنی مشاوری وه د هندی کومی انګلیسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x