افغانستان

د سولې ولسي حرکت غړي: طالبان د بهرنیانو له وتلو پرته اوربند نه مني

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د سولې ولسي حرکت غړي وايي، طالبانو ورته ویلي چې د بهرنیانو له وتلو او د اشغال د ختمېدلو له مهالوېش پرته اوربند او سوله هیڅ شونتیا نه لري.

ددې حرکت مشر «اقبال خیبر» چې له رسنیو سره یې خبرې کولې وویل « طالبانو څرګنده کړه چې دوی اوربند نه کوي ځکه د امریکایانو په شتون کې اوربند به هغوی ته فرصت او د جګړې په ډګر کې دپياوړتیا موقع په لاس ورکړي نو ځکه د اشغال له پای ته رسېدو پرته سوله ممکنه نه ده».

خیبر زیاته کړه چې، طالبانو همدا راز ټینګار کاوه چې بین الافغاني مذاکرات او ډیالوګ هم د بهرنیانو د وتلو په مهالوېش پورې تړلي دي.

د سولې د ولسي حرکت یو بل غړي « غلام سرور غفاري» وویل، طالبانو یې د اوربند غوښتنه نه ده رد کړي او  تمه یې ورکړې چې ددوی پیغام به د قطر تر دفتر پورې رسوي.

نوموړي همدارنګه د طالبانو د ښې میلمه پالنې ستاینه وکړه او هغه څرګندونې یې رد کړې چې ګواکي دوی د طالبانو له لوري تښتول شوي وو.

د سولې ولسي حرکت چې په دې وروستیو کې د سولې او په ځانګړي ډول د ډزبندۍ لپاره هڅې کوي څو ورځې وړاندې د طالبانو تر لاس لاندې د موسی کلا ولسوالۍ ته ورغلي وو او له هغوی سره د پنځو ورځو لپاره پاتې شوي وو.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې، طالبانو ددې حرکت غړي تښتولي چې وروسته د حرکت د غړو لخوا رد شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x