افغانستان

د هوايي حریم د بندیدو له امله د افغاني صادراتو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اطاق وايي، د پاکستان له لوري د هوایي حریم د بندېدو له امله «دهلي» ته د صادراتو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې.

د سوداګرۍ او صنایعو د اطاق مشر « میرزمان پوپل» طلوع نیوز ته وویل « د کابل-دهلي تر منځ د هوايي حریم بندېدل یوه جدي ستونزه ده چې که دوام ومومي د سوداګرۍ په برخه کې ګڼ ګواښونه رامنځته کولای شي».

پوپل زیاته کړه « که چېرې د پاکستان له لوري هوايي حریم نه پرانستل شي، بزګر او پانګوال به یې د میوه جاتو د پلور په موسم کې درنه بیه وګالي».

افغانستان چې هند ته د وچې مېوې، قالینو، سبزیجاتو، مېوې او لاسي صنایعو صادرات لري؛ داسې مهال د هوايي حریم بندېدو له ستونزو سره مخ کړی چې اړوند چارواکي ادعا کوي د صادراتو کچه یې تر بل هر وخت لوړه کړې.

د کابل دهلي تر منځ تر منځ هوايي حریم د هند او پاکستان تر منځ د کشمېر د کنټرول لاین په اوږدو کې تر رامنځته شوي کړکېچ وروسته وتړل شو چې له امله یې د کابل دهلي تر منځ د دوو ساعتونو لاره شپږو ته ورسېده او د ټکټونو بیې ورسره درې چنده لوړې شوې.

د پاکستاني چارواکو او ډيپلوماټانو له بیا، بیا وعدو سره، سره یاده ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

کابو یوه اونۍ وړاندې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» هم د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره وعده کړې وه چې یاده ستونزه به حلوي او هوايي حریم به پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x