غیر مسوولانه لوبه؛ افغان لوبډلې د بلې ماتې خوند هم وڅکه – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې خپله دریمه سیالۍ هم په داسې حال کې وبایلله چې لوبغاړو یې په بشپړ ډول غیر مسوولانه لوبه ترسره کړه.

د نیوزیلنډ او افغانستان لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام په دیارلسمه سیالۍ کې افغان لوبډلې د نیوزیلنډ لخوا د ۷ ویکټو او ۱۸ اورونو لرلو په ستر توپیر پرلپسې دریمه ماتې هم خوړه.

په یاده لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د لومړۍ ویکټې ۶۶ منډو ملګرتیا یې لوبډلې ته غوره پېل ورکړ، خو منځني لوبغاړو یې غیر مسوولانه لوبه ترسره کړه چې د ۵ منډو په جوړولو یې یو مهال ۴ غوره لوبغاړي له لاسه ورکړل.

همدا ډول محمد نبي، لوبډلمشر ګلبدین نائب او نجیب ځدران په بشپړ ډول غیر مسوولانه شاټونه ووهل چې ویکټې یې له لاسه ورکړې، ددوی له برخې یوازې حشمت شهیدي تر فشار لاندې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د افغان لوبډلې لخوا حضرت ځاځي ستونزمنې ۳۴ منډې، نور علي ځدران ۳۱ او حشمت شهیدي ۵۹ مسوولانه منډې جوړې کړې، له دوی پرته نور ټولو لوبغاړو په غیر مسوولانه شاټونو وهلو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

افغان لوبډلې د ۴۱ اورونو په لوبولو سره نیوزیلنډ ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، دا پرلپسې دریم وار دی چې افغان لوبډله نه شي کولای ټاکلي ۵۰ اورونه ولوبوي.

د نیوزیلنډ لخوا جیمز نیشم غوره توپ اچونه وکړه او په لسو اورونو کې یې د ۳۱ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي وسوځول، د نوموړي سربېره لوکي فرګوسن هم ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې که څه هم افتاب عالم په لومړي توپ د مارټن ګپټل ستره ویکټه واخیسته خو د کین ویلیمسن او روس ټیلر په زړه پورې توپوهنې ټاکلی هدف په ۳۳م اور کې بشپړ کړ، ویلیمسن ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لخوا افتاب عالم یوازینی توپ اچونکی و چې د نیوزیلنډ ټولې درې ویکټې یې واخیستې، د لوبې غوره لوبغاړی د نیوزیلنډ لوبډلې تکړه توپ اچونکی جیمز نیشم وټاکل شو.

باید وویل شي چې راشد خان په ننۍ لوبه کې توپ اچونه ونکړه او نه هم ډګرساتنې ته ښکته شو، ځکه چې نوموړی د توپوهنې پرمهال د سر لګېدو له کبله ټپي شوی و.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې له استرالیا او په دویمه سیالۍ کې له سریلانکا څخه سترې ماتې منلې وې چې اوسمهال د کرېکټ نړیوال جام په جدول کې وروستی ځای لري.

د افغانستان او نیوزیلنډ لوبې لنډیز:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د