اسرائيلي ورځپاڼه:  د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو د استخباراتي اړيکو شل کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه ، ۱۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو معاريف ورځپاڼې ليکلي، چې د اسرائيلو او ابوظبۍ د پټو استخباراتي اړيکو شل کاله پوره شول او زياتوي، چې د ایران د پراختيا د مخنيوي او اخوان المسلمين دښمنۍ دواړه هېوادونه په يوه ټغر راټول کړي دي.

د معاريف ورځپاڼې په ويب پاڼه کې راغلي، چې د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو دغه اړيکې په استخباراتي همکارۍ او وسلو پېرلو ولاړې دي، د ابو ظبۍ وليعهد دغه اړيکې د خپلو دښمنانو پر ضد کاروي او دواړه هېوادونه په ګډه په ليبيا کې د حتفر د ملېشو ملاتړ هم کوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د ابوظبۍ وليعهد محمد بن زايد له تېرو شلو  کلونو راهيسې له اسرائيلو د ميلياردونو ډالرو وسلې پېري، استخباراتي اړيکې ورسره لري او دواړو هېوادونو تل هڅه کړې، چې دا اړيکې له خلکو او رسنيو پټې وساتي.

د معاريف ورځپاڼې د استخباراتي چارو څارونکی يوسي ميلمان وايي، چې د ایران دښمنۍ او د اخوان المسلمين ډلې ګواښونو اسرائيل او متحده عربي امارات ملګرتيا ته اړ کړي دي.

ميلمان زياتوي، چې د اخوان المسلمين دښمنۍ محمد بن زايد اړ کړی، چې د اسرائیلو سربېره د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره ايتلاف وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې ابوظبۍ له اسرائيلو ټول پرمختللي او نوي جوړېدونکي استخباراتي توکي پېري او د دې توکو د کارولو لپاره ابوظبۍ اسرائيلي جنرالان ور غوښتي او هلته يې د شخصي شرکتونو په نوم په دندو ګومارلي دي.

معاريف ورځپاڼې زياته کړې، چې د اسرائيلي استخباراتو لوړپوړي چارواکي متای کوخافي د متحده عربي اماراتو او اسرائيلو اړيکو په جوړولو کې مرسته کړې او لسګونه اسرائيلي جنرالان او د استخباراتو مسؤولين يې به ابوظبۍ کې په دندو ګومارلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د