افغانستان

امنیتي پوستو ته د نږدېوالي له امله لوګر کې ۱۲ ښوونځي تړل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه ، ۱۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې امنیتي پوستو ته د نږدېوالي له امله د سیمې خلګو د ۱۲ ښوونځیو دروازې تړلې.

د لوګر د والي ویاند «دیدرا لونګ» رسنیو ته ویلي، چې د سیمې خلګو د یادو ښوونځیو د تړل کېدو لامل امنیتي پوستو ته د ښوونځیو د ودانیو نږدېوالی ښودلی خو امکان لري چې خلګو د طالبانو د فشار له امله یاده پرېکړه کړي وي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلګو استازې «هما احمدي» هم یاد خبر تائیدوي او په وینا یې، د پولیسو او امنیتي ځواکونو پوستو ته نږدېوالي یاد ښوونځي په خطر کې اچولي وو چې له امله یې د سیمې خلګ اړ شوي څو دا پرېکړه وکړي.

د هما په خبره، په تړل شویو ښوونځیو کې ابتدائیه او لیسه ښوونځي شامل وو.

یاده دې وي چې، دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي پوستو ته نږدېوالی د ښوونځیو د تړل کېدو لامل ګرځي، تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایاتو کې امنیتي ځواکونو د ښوونځیو د ودانیو دننه پوستې اچولي چې له امله یې د زده کړې بهیر ټکنی او ځيني وخت ان د ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x