د بندیزونو سربېره هوواوې شرکت له دیرش هېوادونو سره «۴۶» تړونونه لاسلیک کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د چین مخابراتي مشهور شرکت هوواوې د یو شمېر بندیزونو او ستونزو سربېره د نړۍ له بېلا بېلو دېرشو هېوادونو سره د فایو جي 5G ټکنالوژۍ «۴۶» تړونونه لاسلیک کړل.

هوواوې «Huawei» د نړۍ لومړی شرکت دی چې په لومړي وار یې په ۲۰۱۸م کال کې په فایو جي ټکنالوژۍ سبمال ځیرک مبایل وړاندې کړ، چې اوس ددې ټکنالوژۍ د تجارتي استعمال لپاره له نړیوالو سره تړونونه لاسلیکوي.

د چین د صنایعو او معلوماتو ټکنالوژۍ اوسمهال د چین د خپرونې شبکې او د هېواد درې غوره چلونکي سیستم (چین مخابراتي شرکت، چین مبایل او چین یونيسیم) د تجارتي استعمال لپاره جواز صادر کړی دی.

یاده دې وي چې د هوواوې ستر پرمختګ ته په کتلو د امریکا سوداګریز وزارت پر هوواوې تورونه پورې کړل او ددوی د سوداګرۍ جواز یې لغوه اعلان کړ چې له هغې وروسته یو شمېر هېوادونو او بېلا بېلو شرکتونو له هوواوې سره تجارتي اړیکې پریکړې.

په دې لړ کې ګوګل هم پر هوواوې د انډرایډ چلونکي سیستم بندیز اعلان وکړ، خو وروسته هوواوې وویل چې دوی خپل د مبایل او کمپیوټر چلونکی سیستم چمتو کړی، که چیرې دغه بندیز رسمي شو دوی به له دې څخه په بشپړ ډول کار واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د