ایا محمد شهزاد په زوره له لوبډلې ویستل شوی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ درې ورځې وړاندې بالاخره پریکړه وکړه چې محمد شهزاد په پښه کې د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جام څخه بهر شو او پرځای یې د نوموړي احتیاطي لوبغاړی اکرام علیخېل لوبډله کې شامل کړل شو.

لکه څرنګه چې محمد شهزاد په روان نړیوال جام کې خپله کارکردګي ښکاره کړه او په دوه لوبو کې یې هیڅ د پام وړ توپوهنه او نه هم ویکټ ساتنه وکړه، د مبصرینو او یو شمېر مینوالو لخوا د نیوکو ښکار شو.

اوس په رسنیو کې یوه بله ادعا کیږي چې محمد شهزاد د افغانستان کرېکټ بورډ عزیز الله فضلي سره په شخړه له لوبډلې بهر شوی دی، چې نن د یکشنبې په ورځ به کابل ته راستون شي.

په دې لړ کې له تېرې شپې راهیسې د محمد شهزاد د خولې یو غږیز کلیپ چې د شمشاد تلویزون لخوا خپور شوی، په خپله شهزاد وایي چې «کرېکټ بورډ پر ما د هر څه کولو وړتیا لري، کولای شي روغ لوبغاړی په یوه او بله بهانه ناروغ او له لوبډلې بهر کړي، نوموړي د ځان په اړه هم وایي چې روغ رمټ دی».

د شهزاد محمدي روغتیایي حالت ته که وکتل شي نوموړی د پاکستان پر وړاندې د نړیوال جام په تمریناتي سیاليو کې له ۲۳ منډو جوړولو وروسته ونشو کړای توپوهنې ته دوام ورکړي او په پښه کې د ټپونو له کبله له توپوهنې کښېناست چې بیا یې ونشو کړای ویکټ ساتنه هم وکړي او پرځای یې رحمت شاه ودرید.

له دې وروسته له انګلستان سره په تمریناتي سیالۍ کې ونه لوبېد او د استرالیا پر وړاندې د نړیوال جام لومړۍ سیالۍ له پېل کېدو وړاندې د تمریناتو پرمهال په یوه ویډیو کې محمد شهزاد د خبریال پوښتنې په ځواب کې وایي چې پوره جوړ نه دی او روغتیایي حالت یې ۵۰-۵۰ دی خو بیا هم غواړي دغه سیالۍ کې ولوبیږي، په دغه سیالۍ کې شهزاد په صفر وسوځېد.

په نړیوال جام کې د غوره توپوهونکي په حیث محمد شهزاد ته د ټپونو سربېره ځای ورکړل شو چې په یوه لوبه کې یې صفر او په بله کې یوازې ۷ منډې جوړې کړې، ددې سربېره یې په ویکټ ساتنه کې یو شمېر توپونه پریښودل، کیچونه یې وغورځول، سټمپ اوټ یې میس کړل او د نورو وختونو په پرتله چټک هم نه و.

ددې سربېره د افغان لوبډلې ډګر ساتنه د پام وړ نه وه چې د محمد شهزاد میس ویکټ ساتنې نورې ستونزې هم رامنځته کړې، چې بالاخره پریکړه د نوموړي پر کښېنولو او پرځای یې د یوه چټک او ځوان ویکټ ساتونکي ته فرصت ورکړل شو.

د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نائب د محمد شهزاد په اړه د رسنیو پر مخ وویلې چې «نوموړی له اوږدې مودې راهیسې ټپي و، د ایرلینډ پر وړاندې له هند سفره پېل تر سویلي افریقا تمریناتو، سکاټلینډ او ایرلینډ او آن تر نړیوال جام پورې مو ورته انتظار وباسه چې روغ به شي خو بالعکس یې روغتیایي حالت نور هم خراب شو او بالاخره مو پریکړه وکړه چې پرځای یې بل لوبغاړی ولوبیږي».

د محمد شهزاد سربېره د افغان لوبډلې تکړه چټک توپوهونکی حمید حسن هم چې د تېرو څو کلونو راهیسې په پښو کې د ټپونو له کبله له لوبډلې بهر و نړیوال جام ته راستون شو، خو د نوموړي روغتیایي حالت هم د پام وړ نه لیدل کیږي، نشي کولای پرلپسې پنځه اورونه ترسره کړي او په ډګر ساتنه کې هم له نورو لوبغاړو کمزوری دی.

یاده دې وي چې محمد شهزاد له دې وړاندې د غلطو درملو خوړلو له امله د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا له بندیز سره مخ شوی او همدا ډول څو څو واره د افغان کرېکټ بورډ لخوا له بندیزونو سره هم مخ شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د