محمد شهزاد: د دسیسې له امله له نړیوال جام څخه ویستل شوی یم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپوهونکي او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد هېواد ته له راستنیدو سره سم د یوې مرکې له مخې ویلي چې نوموړی روغ رمټ دی او د دسیسې له کبله له لوبډلې بهر شوی دی.

محمد شهزاد په دغه مرکه کې ویلي دي چې دده روغتیایي حالت تر دې د اندیښنې وړ نه دی چې له نړیوال جام څخه دې بهر کړل شي، په پښه کې ټپونه یې موقتي وو او اوس روغ رمټ دی کولای شي لوبه وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې شهزاد محمدي په پښه کې د ټپونو له کبله نشي کولای لوبې ته دوام ورکړي، په دې اساس یې نوموړی له سیالیو بهر او پرځای یې اکرام عیلخېل لوبډله کې شامل کړل شو.

په دې لړ کې نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ د محمد شهزاد په اړه هغه اسناد چې د ډاکټرانو لخوا ورکړل شوي چې نوموړی په پښه کې سخت ټپي دی او نشي کولای لوبې ته دوام ورکړي خپاره کړي وو.

No photo description available.

شهزاد محمدي د مرکې له مخې د کرېکټ بورډ هغه راپورونه رد کړل چې نوموړی او اصغر افغان د ژوبلېدو له کبله له لوبډلې بهر دي، دی وایي چې د یوې دسیسې له کبله له لوبډلې کښینول شوي دي، د نوموړي په وینا چې اصغر افغان کلونه لوبډلمشري وکړه خو اوس پرته له کوم ښکاره لامله له لوبډلې بهر دی.

نوموړي د نوي لوبډلمشر ګلبدین نائب په اړه زیاته کړه چې «د اصغر افغان ځای نشي نیولای، د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې لوبغاړي تر یوه سیوري لاندې نه لوبیږي خو بالعکس اصغر افغان ټول لوبغاړي په یوه ټغر راټول کړي وو.

محمد شهزاد د افغان لوبډلې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی، زیاتې سلیزې یې وهلې دي او لوبډلې ته یې یو شمېر بریاوې ورکړې دي، خو د نوموړي اوسنۍ کارکردګي د پام وړ نه لیدل کېده چې له لوبډلې څخه یې د بهر کېدو لامل شو.

۳۱ کلن چټک توپوهونکي د خپل راتلونکي په اړه وویل چې د خپلو مشرانو او ملګرو سره له مشورې وروسته به پریکړه کوي، خو د نوموړي په وینا چې نور نه غواړي د ملي لوبډلې لپاره ولوبیږي.

که څه هم د شهزاد محمدي دغه خبرې له احساساتو ډکې وې خو وایي په کرېکټ بورډ کې هغه لوبغاړی کامیابه وي چې د کرېکټ بورډ او لوبډلمشر چاپلوسي کوي، دی وایي چې د بهر کېدو یو لامل یې همدغه و چې کوم چارواکي ته د چاپلوسۍ پرځای یې لوبډله کې په خپلې کارکردګۍ ځان ځای کړی و.

یاده دې وي چې محمد شهزاد د نړیوال جام له پېل څخه په پښه کې له رنځه کړیږي، په دې لړ کې لومړی هم له دوه تمریناتي سیالیو بهر شوی و خو د خرابې کارکردګۍ له امله بالاخره له لوبډلې بهر شو.

دا لومړی وار نه دی چې نوموړی له لوبډلې بهر کیږي، بلکې محمد شهزاد څو څو واره داسې کړنې ترسره کړي چې د کرېکټ نړیوالې شورا او افغان کرېکټ بورډ لخوا پرې سخت بندیزونه لګیدلي دي.

د شهزاد محمدي تازه مرکه دلته واورئ!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر.
له کرکیټ څخه یی هم د افغانستان پاچهی چوکی جوړه کړه .چه ډاکتر غنی یی نه پریږدی او طالیبانو هم قسم ورته کړی.
نتیجه شهزاد کرکیټ نه شوای کولای وشړل شو.طالیب پاچهی نه شوی کولای وشړل شو.
دا افغانستان په تاریخ کی همدا شړل ،نیول قتلول دی،

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د UK مُهر یا ټاپی د فرمان اجراء( کومه چی په پورته سند کی ښکاری) یوازی د یو عادی کریکټ باز په هکله صدق نه کوی بلکه د UK پټی ټاپی دادی زموږ د ټولو تاریخی ارزښتونو د تغییر پروسه مخته وړی، دا لا څه چی حتی زموږ د دولتونو او حکومتونو او حاکمیتونو د سرنوشت د ټاکلو مسئله تر دی ټاپی او مُهر لاندی د دقیقی مطالعی وړ ده. خاوری دی سی دا شیطانی مُهر.

هارون
میلمه
هارون

ټوله خبره په پېسو کې ده. او که داسې نه وي نو همدا شهزاد د میچ په ترڅ کې څو ځلې د بلاربې څونګښې په شان په ځمکه پرېوت. دوی هر څه میراثي غواړي او د ښځو په شانې ښېرې کوي.