نړۍ

یمن: دعبدالله صالح پر ژمنو باندي باورنشو کولای

yemen_protests7 نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۵) یمن: تیره ورځ یو ځل بیا په زرګونو یمنیانو په مظاهرو اولاریونونو لاس پوري کړ، مظاهره کونکو شعارونه ورکول چی علي عبدالله صالح باید فورا له واکه لاس په سر شي، داچی نوموړي ژمنه کړی ده چی دیوي میاشتي په اوږدو کی واک پریږدي دباور وړ ندي ځکه نوموړي څو واره دولس په وړاندي دارنګه ژمني کړی دی خو وروسته یی وفا ورباندي نده کړي.
یوه ورځ مخکي په صنعا کي دهیواد واکمن ګوند خبرورکړي وو چي دیوي میاشتي په اوږدو کي به اوسني ولسمشر صالح له واکه لاس به سرشی، خو لاریون کونکي چي د صنعا به مرکزکي راټول شوی وو په ډاکه کړه چي یواځی ژمني کول دمسلي حل نده ځکه عبدالله صالح څو واره ژمني کړی او وروسته یی ماتی کړی دي، دځوانانو دټولني مشر خالد الانسي زیاته کړه عبدالله صالح به ماضي کي هم ډیری وعدي کړی دی خو وروسته یی ورباندي وفا نده کړی، نو ځکه زمونږ لپاره اوس پرنوموړي باند دباور کولو کومه هیله نده پاته شوی، پرځاي ددی چي وار وار ژمني وکړي باید سمدستي له واکه لاس په سر شی
له بله لوري عیني شاهدان وایی په ښارکي ډیري فوځي ټولي هم له مظاهره کونکو سره یو ځای شوی دي او دحکومت په خلاف شعارونه ورکوي.
یمن چي له تیرو دوو میاشتو راپدیخوا سختو مظاهرو په سر اخیستي دي تراوسه پوري ۱۳۰ کسان وژل شوي اوبی شماره نور ژوبل شوی دي.
بخت الرحمن بخت………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x