لويې څارنوالۍ د افغانستان فوټبال فدراسيون پخواني مشر د نيولو امر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي دي چې د جنسي ځورونې په قضيه کې يې د افغانستان فوټبال فدراسيون پخواني مشر کرام الدين کريم د نيولو امر کړی دی.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي رسنيو ته ويلي دوی دغه پريکړه د فوټبال نړيوال فدراسيون «فيفا» لخوا پر نوموړي د ټول عمر بنديز لګېدو څخه وروسته کړې ده.

لویې څارنوالۍ زياته کړې ده چې څو ځله یې له کرام الدین کریم نه وغوښتل تر څو د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته ځان وسپاري خو هغه دې کار ته غاړه نه ده ایښې نو يې کورنیو چارو وزارت ته د هغه د نیولو حکم يو مياشت مخکې استولی دی چې نن يکشنبه يې رسنيو ته په ډاګه کړ.

دوی زياتوي چې د يادې قضيې په اړه يې څيړنې نږدې بشپړې کړي خو د کرام الدين کريم څخه يې تحقيقات پاتې دي، خو لويه څارنوالي لا تر دې دمه معلومات هم نه لري چې کرام الدين کريم له هېواده بهر دی که دننه.

بلخوا د نړیوال فوټبال فدراسيون ادارې د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کريم د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونې له کبله د ټول عمر لپاره بندیز لګولی، نوموړی همدې قضیه کې نږدې یو میلیون ډالر جریمه هم شوی دی.

پر کرام الدين کريم د يو شمېر ښځينه لوبغاړو لخوا تور پورې و چې د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۸م کلونو په دوره کې يې پر دوی جنسي تيری کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د