نړیوال جام: هند استرالیا ته د «۳۶» منډو په توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام په څوارلسمه سیالۍ کې هند لوبډلې استرالیا لوبډلې ته د «۳۶» منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند او استرالیا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دغه سیالۍ کې هند لوبډلې د شیکر دهاون په توپوهنې، او د جاسپریټ بومرا او بووینشور کمار توپ اچونې په مرسته استرالیا ته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې هند پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې د روهیټ شرما او شیکر دهاون لخوا په زړه پورې پېل وشو، وروسته یې ویرات کوهلي او هاردیک پانډیا غوره ملګرتیا وکړه او استرالیا ته یې د «۳۵۳» منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د ډیویډ وارنر او آرون فینچ لخوا سوکه پېل وشو، خو وروسته د عثمان خواجه، سټیو سمیت او الیکس کیري توپوهنې په هدف بشپړولو کې مرسته ونشوه کړای او ټول لوبغاړي یې د «۳۱۶» منډو په جوړولو وسوځېدل.

الیکس کیري وتوانېد په نړیوال جام کې د استرالیا لپاره تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ووهي، نوموړي په ۲۵ توپونو نیمه سلیزه بشپړه کړه.

شیکر دهاون چې په ۱۰۹ توپونو یې ۱۱۷ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي ددغو منډو په ترڅ کې ۱۶ څلوریزې هم ووهلې.

د یادونې ده چې د کرېکټ روان نړیوال جام جدول په سر کې په درې بریاو سره نیوزیلنډ لوبډله په لومړي، انګلستان په دوه بریاو سره په دویم او افغان لوبډله په دریو پرلپسې ماتو سره په وروستي نمبر ځای لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د