افغانستان

خلیلزاد له اشرف غني سره په ارګ کې ليدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد تېر ماښام کابل ته راغلی او په ارګ کې يې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د سولې روانې پروسې په اړه خبرې کړي دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد او غني د سولې روانې پروسې په جزياتو غږېدلي دي.

ښاغلی خلیلزاد تېره اونۍ اسلام اباد، بلجيم او جرمني ته له سفر وروسته کابل ته راغلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي يادو هېوادونو ته د خپلو سفرونو جزيات له ولسمشر غني سره شريک کړي دي.

خلیلزاد تېره شپه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د سولې خبرې نوي پړاو ته داخليږي او بايد افغانان په کې ډېر دخلیل وي.

نوموړی به نن په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو، خبريالانو او مدني ټولنو له استازو سره د خپلو سفرونو او سولې خبرو جزيات شريک کړي.

زلمی خلیلزاد د تېرې مې مياشتې په ۳۱مه د سولې په موخه د خپل ماموريت سفر پيل کړی او تر اوسه اسلام اباد، بروکسل او جرمني ته تللی او تېره شپه کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی تر دې وروسته متحده عربي اماراتو او ورپسې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.

طالبان وايي، چې د بهرنيو پوځيانو وتل د دوی لومړيتوب دی او د افغانستان بحران هغه مهال له سوله‌ييزې لارې حل کېدای شي، چې امریکا د خپلو پوځيانو د بشپړ وتلو مهالوېش اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

Exiting the troops is the entering to peace. no more conspiracies and
subterfuges for deceiving

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x