افغانستان

لويې څارنوالۍ د جنرال حبیب احمدزي د نيولو امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): لويې څارنوالۍ د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د ځانګړي امنيت پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د نيولو امر کړی دی.

جنرال احمدزي ويلي، چې ارګ کې ځينې چارواکي او ولسمشر ته نږدې کړۍ د جنسي رشوت په مقابل کې ښځو او نجونو ته دندې ورکوي او دعوه يې کړې وه، چې په دې اړه ورسره کره اسناد  هم شته.

لويې څارنوالۍ له جنرال احمدزي د يادو تورونو اسناد غوښتي وو، خو هغه ټينګار کړی، چې لويه څارنوالي خپلواکه اداره نه ده او هېڅکله به خپل اسناد ورته ونه سپاري.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي رسنيو ته ويلي، چې د جنرال احمدزي د نيولو امر شوی او له هغه يې د اسنادو وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

جنرال احمدزي تر اوسه د لويې څارنوالۍ د فرمان په اړه څه نه دي ویلي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د دفاع، کورنيو چارو وزارت، عامې  روغتيا وزارت او ګڼو نورو دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو او جنسي اړيکو کيسې خپرېدې، خو دا لومړی ځل دی، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جنسي رشوت خبرونه د ولسمشر د يوه نږدې سلاکار له لوري خپريږي.

که څه هم ارګ د  جنرال احمدزي تورونه رد کړي او د هغه د تورونو د څېړلو لپاره يې پلاوی ټاکلی دی، خو د ګډ حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې ارګ د جنرال احمدزي د تورونو دوسيه رشوت خورو ته سپارلې ده.

ډاکټر عبدالله وايي، چې عام افغانان پر  دولتي ادارو او قضايي ارګانونو بې باوره دي او د جنرال حبیب الله احمدزي د تورونو څېړلو لپاره بايد د ملي شورا، مدني ټولنو او عامو ګډه کمېټه جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x